د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزيو او شمالي وزيرستان ۲ قبيلو د ځمکې پر سر شخړه کې ډزبندي کړې ده


د اورکزيو او شمالي وزيرستان د دوو قبيلو د مشرانو تر مينځ د مارچ پر ۱۸مه جرګه وشوه.
د اورکزيو او شمالي وزيرستان د دوو قبيلو د مشرانو تر مينځ د مارچ پر ۱۸مه جرګه وشوه.

د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو اورکزيو او شمالي وزيرستان د دوو قبيلو تر مينځ د ځمکې پر سر اوږده شخړه کې اوس ډزبندي شوې ده.

د بره اورکزو مرستيال کمېشنر امتياز علي شاه د مارچ پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې د اورکزيو بلندخېلو او د شمالي وزيرستان مصري خېل قبيلو ترمينځ د ځمکې پر سر شخړه له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې روانه وه چې په وروستيو درو ورځو کې لا نوره زياته شوه چې ځينې کسان په کې ژوبل هم شول.

نوموړي زياته کړه چې تېره ورځ د ضلعي انتظامې چارواکو او د يادو دواړو قبيلو د مشرانو جرګه د دواړو خواوو ترمينځ په ډزبندۍ کولو کې کامیابه شوه.

چارواکي وايي چې د مارچ پر ۱۵مه د بلندخېلو او مصري خېلو ترمينځ په ډزو کې د اورکزيو پينځه کسان ژوبل شوي ول.

د بلند خېل قبيلې مشر ملک جميل مشال راډيو ته وويل چې هغوی په سيمه کې د امن لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دي.

د اورکزيو بلندخېل او د شمالي وزيرستان مصرې خېل قبيلې د هغو دواړو ضلعو ترمينځ پر پوله ابادې دي چې څوځلې يې ترمينځ د ځمکې پر سر شخړې رامينځته شوې دي.

XS
SM
MD
LG