د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان خلکو يو ځل بیا په پوځي عملياتو کې د ړنګو کورونو معاوضه وغوښته


د ۲۰۱۶ کال د مې مياشتې په دې انځور کې د جنوبي وزیرستان هغه کورونه ښکاري چې د پاکستان پوځ یې چتونه لیرې او ويجاړ کړي دي.
د ۲۰۱۶ کال د مې مياشتې په دې انځور کې د جنوبي وزیرستان هغه کورونه ښکاري چې د پاکستان پوځ یې چتونه لیرې او ويجاړ کړي دي.

د بر جنوبي وزيرستان خلک په پوځي عملياتو کې د ړنګو شويو کورونو بشپړ تاوان غواړي او وايي حکومت دې خپلې ژمنې پوره کړي.

د مې پر ۱۲مه مشال راډيو سره په خبرو کې د بر جنوبي وزیرستان يو فعال شيرپاو مسید وويل چې په ۲۰۰۹ کال کې د وسله والو پر ضد د راه نجات په نامه په پوځي عملیاتو کې په زرګونو کورونه ويجاړ شوي وو خو حکومت د ژمنو باوجود تر دې دمه تاوان نه دی ورکړی.

هغه زیاته کړه: "د راه نجات پوځي عملیاتو پر مهال زموږ ځوانان، مشران او ماشومان شهيدان شول. کورونه مو ويجاړ شول. په لسیزو مو د کډوالۍ ژوند وکړ. د حکومت د خپلې سروې له مخه يو لک او لس زره کورونه ويجاړ شوي دي. خو يوازې د ۴۷ زرو کورونو خاوندانو ته معاوضه ورکړل شوې. پاتې کورنۍ کله يو دفتر ته ځي او کله بل ته خو ستونزه نه حل کيږي."

د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو پر مهال د بشپړ ويجاړ شوي کور ۴ لکه روپۍ او د جزوي زیانمن شوي کور لپاره یو نيم لک روپۍ معاوضه ورکوي.

له جنوبي وزیرستانه په صوباي اسمبلۍ کې غړی اصف خان د مې پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې دا قضیه به د صوبايي حکومت له چارواکو تر څنګ وفاقي حکومت سره هم څيړي او د ولس د دې ستونزې د حل لاره به راوباسي.

دا لومړی ځل نه دی چې د جنوبي وزیرستان خلک د دغو ړنګو شويو کورونو معاوضې غواړي. دوی په دې لړ کې څو ځل مظاهرې هم کړې دي. ځايي انتظامیې مشال راډيو ته ويلي چې ځينو کورنيوو ته پیسې ورکړل شوې او پاتو هغو ته یې هغه وخت ورکړي کله چې له دوی ته د صوبې يا وفاق حکومت پیسې ورولېږي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ کال کې په جنوبي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد عملیات کړي ول چې له وجې یې د هغې ضلعې ګڼ اوسېدونکي کډوال شوي ول او په نښتو کې یې کورونه او دوکانونه زیانمن شوي ول. د پاکستان حکومت ژمنه کړې وه چې تر عملیاتو وروسته خلکو ته د ړنګو او زیانمنو کورونو او دوکانونو تاوان ورکوي او د کرنیزو ځمکو په بیا سمسورولو کې ورسره مرسته کوي.

د جنوبي وزيرستان ترڅنګ د ګاونډي شمالي وزيرستان په ګډون د شاوخوا ټولو ضلعو اوسېدونکو د وسلوالو پرضد د پاکستان پوځ په عملياتو کې د اوښتو تاوانونو پوره کولو لپاره وخت په وخت مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG