د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي نوی اعلاوزیر دې ورته د ړنګو کورونو تاوان ورکړي


د جنوبي وزيرستان ړنګ شوي کورونه ـ انځور له ارشیفه.
د جنوبي وزيرستان ړنګ شوي کورونه ـ انځور له ارشیفه.

د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي، په ۲۰۰۹ز کال کې د "راه نجات" په نوم د وسلوالو پر ضد په پوځي عملیاتو کې د ړنګو کورونو معاوضه یې تر اوسه نه ده ترلاسه کړې.

د بدر سیمې اوسېدونکي ملک عصمت الله د مارچ پر ۱۲مه مشال راډيو ته وویل چې د وسلوالو خلاف په پوځي عملیاتو کې د دوی په سیمه کې څه باندې ۱۰۰،۰۰۰ کورونه ړنګ شوي ول چې اوس هم ډېری کورنیو خپل چېکونه نه دي ترلاسه کړي.

دی وايي، حکومتي چارواکو "د ړنګو کورونو سروې وشوه، په هغو کې یو ۱۱۰،۰۰۰ ړنګ شوي کورونه د مسېدو په سیمه کې ول. د هغې سروې معاوضه تر اوسه خلکو ته نه ملاوېږي. موږ له [اعلاوزیر] علي امین ګنډه پوره اپیل کوو چې زموږ د ړنګو کورونو معاوضه دې راکړي."

د سیمې اوسېدونکو وویل چې دوی د تحریک انصاف ملاتړ لرونکو نوماندانو ته ووټ ورکړ او اوس له هغوی ډېره تمه لري چې د دوی مسلې دې حل کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د جنوبي وزیرستان استازي اصف خان مشال راډيو ته وویل هڅخ کوي چې ژر دغه مسله حل کړي.

بلخوا ځايي انتظامي چارواکو مشال راډيو ته ویلي چې په ړنګو کورونو کې ۴۷،۰۰۰ چېکونه وار له مخه په خلکو کې تقسیم شوي او د پاتې ۵۱،۰۰۰ کورونو چیکونه به هغه وخت خلکو ته ورکړي چې کله صوبايي حکومت انتظامیې ته پیسې ورکړي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد عملیات کړي ول چې له وجې یې د هغې ضلعې ګڼ اوسېدونکي کډوال شوي ول او په نښتو کې یې کورونه او دوکانونه زیانمن شوي ول.

د پاکستان حکومت ژمنه کړې وه چې تر عملیاتو وروسته خلکو ته د ړنګو او زیانمنو کورونو او دوکانونو تاوان ورکوي او د کرنیزو ځمکو په بیا سمسورولو کې ورسره مرسته کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG