د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان اتمانزيوو د بجلۍ د کمښت پر ضد احتجاج کړی دی


په میرامشا کې د مې پر ۱۳مه د اتمانزیو وګړي د بجلۍ کمښت ضد د احتجاج لپاره ورټول شوي دي.
په میرامشا کې د مې پر ۱۳مه د اتمانزیو وګړي د بجلۍ کمښت ضد د احتجاج لپاره ورټول شوي دي.

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د اتمانزي قام ټولو قبیلو د بجلۍ د لوډشېډنګ (پارچاو) پر ضد احتجاج پیل کړی دی.

د مې په ۱۳مه احتجاج کونکو مشال راډیو ته وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ورته یوازې دوه ساعته بجلي ورکول کېږي چې دایې اړتیا نه پوره کوي.

احتجاج کونکو وویل چې د برېښنا رسد اداره دې ورته لږترلږه شپږ ساعته بجلي ورکړي او که غوښتنې یې نه منل کېږي نو د میرامشاه د بجلۍ مرکز ته د هغوی پر ځمکو تېر شوي تارونه به غوڅ کړي.

د احتجاج ګډونوال ظفرخان مشال راډیو ته وویل چې په سربنکي کې ټولې قبیلی جمع شوي او دوی ټول د بجلۍ د کمښت پر ضد هلته ورټول شوي دي. "په ۲۴ ساعتونو کې یو ساعت بجلي نه وي نو په داسې بجلي بیا څه کوې؟ حکومت دې زموږ پر ځمکو غزیدلي لاینونه لیرې کړي چې بجلي نه ورکوي. مخکې شپږ ساعته بجلي وه، اوس بیخي کمه شوې ده. هیڅ ضرورت نه پوره کوي. که شپږ ساعته بجلي نه راکوي نو احتجاج پراخوو او د بجلۍ لاینونه پرې کوو."

د بجلۍ د رسد اداره په شمالي وزیرستان کې ټولو سیمو ته په ورځ کې په نمبر دوه دوه ساعته برېښنا ورکوي. خو احتجاج کونکي وایي چې ځینې وخت د بجلۍ په رسد کې د خرابۍ له وجې تر ورځو ورځو بجلي ورکه وي.

تر دې وړاندې د اتمانزیو مشرانو د مې پر دویمه په میرامشا کې له انتظامي چارواکو سره سره کتلي ول او د شپږ ساعته بجلۍ غوښتنه یې کړې وه. دوی له انتظامیې غوښتي ول چې که په یوه اوونۍ کې د بجلۍ پارچاو یا لوډشېډېنګ دورانیه کمه نه کړه نو په احتجاج به لاس پورې کوي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر منظور اپریدي مشال راډیو ته وویل چې د احتجاج کونکو سره یې د جرګې له لارې خبرې پیل کړي دي او په دې لړ کې یې د واپډا له چارواکو سره هم مذاکرات شوي دي. هغه وویل په کومو سیمو کې چې زیاته اړتیا ده، هلته به څلور ساعته بجلي ورکوي.

اپریدي وویل چې واپډا ته مرکز د ټولو قبایلي ضلعو لپاره د بجلۍ ورکولو مهالویش ورکړی دی چې پکې ځینې سیمو ته په شواروز کې دوه ساعته او ځینو سیمو ته درې ساعته بجلي ورکولو ویل شوي دي. هغه زیاته کړه چې د مرکز د لارښوونو باوجود د واپډا چارواکو ورسره منلې ده چې په جنوبي وزیرستان کې څلور ساعته بجلي ورکوي.

قبایلي ضلعې په ۲۰۱۸ کال کې په ایین کې د ترمیم له لارې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. تر هغې وروسته د قبایلي ضلعو د خلکو او د بجلۍ د رسد ادارې ترمینځ لانجې زیاتې شوي دي.

د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، حکومت ورته پخوا د یوه ټاکلي بېل یا پیسو په بدل کې په ۲۴ ساعتونو کې اته ګېنټې بجلي ورکوله. دوی د بجلۍ لوډ شیډنګ پر ضد وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.

قبایلي ضلعو ته د بجلۍ د رسد ادارې چارواکي وایي، خلکو ته په ارزانه بیه د برېښنا ورکولو په سر ورته وفاقي حکومت پیسې ورکوي خو چې هغه ختمې شي نو دوی مجبور وي چې د برېښنا ورکړه کمه کړي.

XS
SM
MD
LG