د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمينځ د بار وړونکو ګاډو د چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط ختم شوی


د افغانستان او پاکستان ترمينځ د بار وړونکو ګاډو د چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط ختم شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د افغانستان په خوست ولايت کې د ټرانسپورټ او بار وړونکو ګاډو د اتحاديو مشران وايي، په وروستيو کې د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمينځ د يو بل هېواد ته د بار وړونکو موټرانو د ازادانه تګ راتګ له هوکړې وروسته يې پر غلام خان بندر د مالونو لېږد رالېږد پيل کړی دی. په دې هوکړه کې د موټروان او کلینر د پاسپورټ او ویزې شرط هم ختم شوی او یوازې د رجسټرېشن لپاره يو ځانګړی سند اړين دی چې په هغه کې به د موټر ټول معلومات او همداراز د ډرايور او کلینر پېژندګلوي ثبت شوې وي. پخوا د غلام خان پر لاره د افغانستان بار وړونکو ګاډو یوازې تر میرامشا د تګ راتګ اجازه درلوده خو اوس به د پاکستان نورو ښارونو ته هم مالونه لېږدولای شي. ويډيويي راپور

XS
SM
MD
LG