د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیرا کې د وسلوالو په برید کې ۵ پاکستاني‌ عسکر وژل شوي دي


په تیرا کې د امنیتي پوستې مخې ته د تېرو ګاډي ولاړ دي ـ پخوانی انځورږ
په تیرا کې د امنیتي پوستې مخې ته د تېرو ګاډي ولاړ دي ـ پخوانی انځورږ

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر په تیرا کې د وسلوالو پر برید کې پینځه امنیتي سرتېري وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي.

امنیتي چارواکو مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د مې پر ۲۷مه، سهار وختي وسلوالو د تیرا ۲۷ بریګیډ پر ۳۹ یونټ برید وکړ چې وروسته دواړو خواو پر یو بل ډزې پيل کړې چې په نتیجه کې یې هغه مرګژبله واوښته.

په بیان کې د درې وسلوالو د وژنې ادعا هم شوې ده. په بیان کې د پېښې په اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی او د برید ذمه واري هم تر اوسه چا نه ده منلې. امنیتي ځواکونو ویلي چې په سیمه کې د پلټنې عملیات روان دي.

د مې پر ۲۶ د پېښور په حسن خېلو کې له وسلوالو سره په نښته کې د پوځ دوه سرتېري وژل شوي ول.

د خیبر په باړه او تیرا کې په ۲۰۰۸ کال کې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي ول چې په ۲۰۱۶ کال کې سر ته ورسېدل، تر دې وروسته پوځ ادعا کړې وه چې ټوله سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستې ده.

د تیرا او باړې ولسي وګړي وایي چې هلته له ۲۰۱۷ کاله تر ۲۰۲۱ کال تر پایه امن وو خو تر ۲۰۲۲ کال وروسته هلته ناامنۍ زوراخیستی دی.

تیرا له پېښوره شاوخوا ۱۰۰ کېلومیټره لېرې د افغانستان د ننګرهار ولایت سره پوله لرونکې غرییزه سیمه ده چې لوی ځنګلونه لري او ځینې څنډې یې له کورمې او اورکزیو سره هم لګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG