د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسلوالو د نجونو یو بل ښوونځی ویجاړ کړی دی


د پاکستانيوو ځواکونو يو سرتيری په شمالي‌وزیرستان کې د يو ويجاړ شوي کور او ښوونځي مخې ته ولاړ دی - انځور له ارشیفه
د پاکستانيوو ځواکونو يو سرتيری په شمالي‌وزیرستان کې د يو ويجاړ شوي کور او ښوونځي مخې ته ولاړ دی - انځور له ارشیفه

چارواکي او ځايي خلک وايي چې د شمالي وزیرستان د ګړیوم تحصيل شاخي مار سيمه کې نامعلومه وسلوالو د جينکیو ښوونځی سوځولی دی.

دا پېښه د مې پر ۲۵مه شوې ده خو دا سيمه لرې پرته ده نو ځکه يې په اړه جزیات په ځنډ سره مخې ته راغلي. دغه سکول د شاخي مار ويلفيېر سوسايټۍ په نوم د خير ښېګړې تنظيم لخوا پیل شوی وو چې په دې سيمه کې د جینکو يوازينی ښوونځی وو.

يو ځايي کس او مدني فعال ملک فخر عالم د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې دوی د جینکو تعلیم غواړي او حکومت دې د ښوونځيو د ورانولو د ګامونو نوټس واخلي.

په نښه شوي عافیه سکول کې زده کړې بېرته پیل شوې دي
په نښه شوي عافیه سکول کې زده کړې بېرته پیل شوې دي

شاخي مار ويلفيېر سوسايټۍ مشرانو فريد خان او شاغرالله مشال راډيو ته ويلي چې په ښوونځي کې شاوخوا ۵۰۰ جينکۍ سبق وايه او تر دې وړاندې هم د نامعلومه وسلوالو لخوا پرې ډزې شوې وې خو د دوی په خبره، اوس يې په دويم ځل اور وراچولی چې ورسره ودانۍ او سامانونو ته زیان رسېدلی دی.

تر دې وړاندې د مې پر اتمه نېټه هم ناڅرګنده وسلوالو د شمالي وزیرستان په شيوه سيمه کې د عافيه په نوم د جينکو سکول په چاودېدونکیو توکيو وران کړی وو چې بیا د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په امر په یوه اونۍ کې ورغول شو او زده کړې پکې له سره پیل شوې.

ملک فخر عالم له حکومته د جینکو د سکولونو د ژغورلو غوښتنه کوي."موږ د امن او پوهې خلک یو، موږ جنګ نه غواړو، دلته د جينکو لپاره د تعلیم اسانتیاوې د نيشت برابرې دي خو ځینې قوتونه د جینکو سکولونه ړنګوي او جینکۍ له زده کړو لرې ساتل غواړو."

تر دې وړاندې د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۲۱مه نېټه هم وسلوالو د شمالي وزیرستان میرعلي په حسوخېل او مسکي کې د نجونو دوه سکولونه په بارودو الوځولي ول.

د باچا خان پوهنتون پښتو څانګې استاد پروفېسر محب وزیر د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو ضد د ضرب عضب پوځي عملیاتو وروسته د خلکو د جینکو زده کړو ته پاملرنه زیاته شوه. د ده په وینا، هغه قوتونه چې په سيمه کې پوهه او شعور نه غواړي هغوي د جينکو ښوونځي په نښه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې په خیبر پښتونخوا کې تر ورګډېدو وروسته اوس په شمالي وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې پوليس او نورې ادارې فعالي دي بیا څنګه د جینکو سکولونه په نښه کېږي؟

د شمالي وزیرستان يو امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د ګړیوم شاخي مار سيمې د جینکو د ښوونځي سوځولو د پېښې په اړه يې تخقیقات پیل کړي دي.

په شمالي وزیرستان او د خيبر پښتونخوا په سوات او نورو قبايلي سيمو کې وسلوالو طالبانو د جینکو په سلګونو سکولونه وران کړي دي. په دې وروستيو کې په شمالي‌وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسله والو فعاليتونه زیاته شوي دي. ځايي‌خلکو، سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنيو پر ضد په بېلابېلو وختونو کې احتجاجونه کړي دي. د پاکستان پوځ ويلي چې د وسله والو د بریدونو مخنيوي لپاره هدفي عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG