د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د نجونو ښوونځی سوځول شوی دی


په بنو کې د نجونو هایر سېکنډري سکول سوځول شوی: انځور ډېسېمبر ۳۰، کال ۲۰۲۳
په بنو کې د نجونو هایر سېکنډري سکول سوځول شوی: انځور ډېسېمبر ۳۰، کال ۲۰۲۳

د خیبر پښتونخوا په بنو کې نامالومه کسانو د نجونو هایر سیکنډري سکول سوځولی دی.

پولیس چارواکو او ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د ډېسېمبر پر ۲۹مه، د بنو په ممبتي بارکزۍ کې نامالومو کسانو د جینکو ښوونځي ته اور ورته کړی چې پکې د ساینس لیبارټرۍ سوزېدلې او ودانۍ ته یې زیان رسېدلی دی.

د بنو د پولیسو مشر افتخار شاه له پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې له هرې زاویې د برید پلټنې کوي. هغه وویل دا چې دا کار چا کړی دی؟ په دې اړه پرېکړه کول د وخت نه مخکې خبره ده: "شواهد مو راټول کړي دي، فنګرپرنټس (د ګوتو نښې) او شیان راټولوو، تحقیقات کوو، په کار لګیا یو."

په بنو کې د نجونو هایر سېکنډري سکول سوځول شوی: انځور ډېسېمبر ۳۰، کال ۲۰۲۳
په بنو کې د نجونو هایر سېکنډري سکول سوځول شوی: انځور ډېسېمبر ۳۰، کال ۲۰۲۳

د سکول په دروازه د تحریک طالبان پاکستان د نوم په استفاده لیکل شوي، دا سکول وتړئ کنه نو تر دې زیات زیان به ووینئ خو تحریک طالبان پاکستان رسما د دې برید ذمه واري نه ده قبوله کړې.

په یاد سکول کې جینکو تر دولسم ټولګي پوری زده کړې کولې.

بل پلو، د سکول زده کوونکیو دا برید غندلی او غوښتنه یې کړې چې حکومت دې په سیمه کې د نجونو د سکولونه خوندي کړي او پر هغو دې د زده کړو دروازې نه تړل کیږي.

د سکول یوې زده کونکې خدیجې مشال راډیو ته وویل: "د حکومت نه اپیل کوو چې سکولونو ته امنیت ورکړي. د بنو ویړکې (نجونه) له تعلیمه وروسته پاتې دي، په دوی دې د تعلیم دروازې هیڅکله بندې نه شی."

تر دې وړاندی هم د بنو ماندیو میریان، جاني خیل او خوا او شا کليوالو سیمو د جینکو سکولونه په بمونو الوځول شوي دي.

د روان کال په مې میاشت کې هم نامالومه وسلوالو د شمالي وزیرستان د میرلي په خسوخېل او مسکي سیمو کې د نجونو دوه ښوونځي په بارودو الوځولي ول.

په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو ترڅنګ په قبایلي ضلعو کې هم ناامني زیاته شوې ده چې پکې د امنیتي سرتېرو تر څنګ ولسي خلک هم په نښه کېږي. د ناامنۍ په دې څپه کې وسله وال وخت په وخت ښوونځي هم په نښه کوي.

د نومبر په میاشت کې د باجوړ په لغړۍ کې نامعلومه کسانو یو سرکاري پرايمري سکول ړنګ کړ. تر هغې مخکې د جولای په میاشت کې د سوات په خوازه خېله کې د جینکو او هلکانو د سکول ودانۍ سوځېدلې وه.

په سوات او قبایلو کې له ۲۰۰۸ز کاله تر ۲۰۱۰ز کاله پورې د ناامنۍ په مهال سکولونو ته سخت زیانونه اوښتي ول. هغه مهال د سیمې طالبانو د جینکو سکولونو ته په تګ بندیز لګولی وو.

دا راز یوازې په سوات کې تر ۳۰۰ زیات سکولونه یا خو سوځول شوي او یا هم په بمونو الوځول شوي ول. په هغو اغېزمنو شویو سکولونو کې زیاتره هغه یې د جینکو ول.

XS
SM
MD
LG