د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې د مرمرو کارخانو مالکانو د باج اخیستنې ضد احتجاج کړی دی


د جون پر دویمه په ګنداو کې د مرمرو کارخانو مالکان په احتجاجي خیمه کې ناست دي.
د جون پر دویمه په ګنداو کې د مرمرو کارخانو مالکان په احتجاجي خیمه کې ناست دي.

د مومندو کاروباریانو په ګنداو کې له درو ورځو راهیسې احتجاج پیل کړی او له حکومته د امنیت غوښتنه کوي.

په احتجاج کې شریک زیاتره کسان د مرمرو د ډبرو تراشلو د کارخانو مالکان دي.

د دوی په استازیتوب، ظفر سلیم د جون پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې نامعلومه وسلوالو یې یوه کارخانه سوځولې او د باج ورکولو لپاره ورته ټېلېفوني ګواښونه کوي.

هغه زیاته کړه چې د ناامنۍ له وجې ځوانان بې روزګاره کېږي او کارخانې بندېږي، نو ځکه باید حکومت د د ناامنۍ مخنیوي لپاره کلک ګامونه واخلي.

تر اوسه ځايي انتظامیې په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په تېر کې د مومندو پولیسو په ټولنیزو رسنیو خپرو کړو معلوماتو کې ویلي وو چې که هر کاروباري ته د باج لپاره ټېلېفون کېږي، هغه دې د پلټنو لپاره له پولیسو سره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG