د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په لکي مروت کې ۷ پوځيان وژلي دي


امنيتي سرتيري په لکي مروت کې په پيره ولاړ دي - انځور له ارشیفه
امنيتي سرتيري په لکي مروت کې په پيره ولاړ دي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې ځمکلاندې بمي چاودنې او د وسله والو په ډزو کې د یو پوځي افسر په ګډون ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د جون پر نهمه په يوه خبرپاڼه کې د وژل شوي افسر نوم کیپټن محمد فراز الیاس یاد کړی دی. د هغه سره د وژل شويو سرتيرو پيژندګلوي د راشد محمود، محمد نزیر، منظور حسین، اسد الله، حسین علي، او محمد نواز په نومونه شوې ده.

يو امنيتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې چاودنه سهار د سلطان خېلو سره نیږدې سربند امنیتي پوسته ته څېرمه شوې ده. تر چاودنې وروسته د وسله والو او پوځيانو ترمنځ نښته هم شوې ده چې لږ تر لږه یو سرتېری پکې ژوبل شوی دی.

تر اوسه چا د برید ذمه واري نه ده منلې.

له لکي مروته ۶۰ کیلوميټره لرې بنو کې د مې پر ۳۱مه ځمکلاندې بم چاودنې څلور سرتیري وژلي او درې نور یې ژوبل کړي ول. دغه پېښه هغه وخت وشوه کله چې د پوځيانو ګاډی د بنو په ځونيخېلو (جانيخېلو) سیمه کې پر ځمکلاندې بم وربرابر شو.

په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو، په ځانګړې توګه په جنوبي ضلعو او پخوانیو قبایلي سیمو کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. خو خلک وايي چې د ټولو وسله والو پر ضد باید يو شان عمليات وشي.

د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د بدامنۍ خلاف مظاهرې، ولسي غونډې او جرګې شوې دي او له پوځ او حکومته یې د امنیت ټینګ ساتلو غږ کړی دی. د پاکستان حکومت او پوځ د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پر ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG