د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروت کې د پوليو واکسینو پر ډلې برید شوی


په پېښور کې يوې ماشومې ته د پولیو واکسين کيږي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې يوې ماشومې ته د پولیو واکسين کيږي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پولیو ضد واکسین ورکوونکو پر ډله په برید کې یو پولیس ټپي شوی او یو وسله وال وژل شوی دی.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید د جون پر درېيمه مشال راډیو ته وویل چې پنځه وسله والو د ورګاړي تاڼې په حدودو کې د پولیو ضد واکسین ورکوونکو پر ډله ډزې کړې دي چې له کبله یې د دې ډلې امنیت ساتونکی پولیس ټپي شوی دی. حمید زیاته کړه چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو وسله وال ځای پر ځای وژل شوی او پاتې څلور تښتېدلي دي. چار تر اوسه د دې برید زمه واري نده منلې.

تر دې وړاندې د جون پر دویمه وسله والو په بنو کې د پولیو یونین کونسل کمیونیکیشن افسر اسحاق خان او د هغه ساتونکی نزیر خان په هدفي برید کې ووژل. ځايي خلکو د هغې پېښې پرضد احتجاج کړی وو، د وژل شویو مړي یې پر سړک ایښي ول او وزیرستان ته تلونکې لاره یې تړلې وه. خو وروسته یې له حکومتي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته پرلت ختم کړ.

بل پلو د چمن مرستیال کمشنر راجه اطهر عباس ادعا کړې چې په چمن کې د پرلت کسانو د پولیو ضد څاڅکو ورکونکو پر ډله برید او تشدد کړی دی. نوموړي رسنيوو سره په خبرو کې ويلي چې دوی به په دې پېښه کې د ښکېلو کسانو پرضد له قانون سره سمه کارروايي کوي. خو د پرلت ویاند صادق اڅکزي د جون پر څلورمه په دې اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې دا تور رد کړ. هغه وويل د داسې تورونو هدف په چمن کې امنیتي حالت خرابول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون له درېيمې د پاکستان په ۶۶ ضلعو کې د ګزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد کمپاین پیل شوی دی. په دې لړ کې به تر پینځو کالو کم عمره ۱۶.۵ مېليونه ماشومانو ته د ګوزڼ مخنیوي لپارواکسين ورکول کېږي. دا کيمپېن به د اسلام اباد په ګډون د خيبر پښتونخوا په ۲۳، د بلوچستان ۲۰، د سيند ۱۶ او پنجاب ۶ ضلعو کې پینځه ورځي دوام وکړي.

د جون پر لومړۍ نېټه په سيند صوبه کې يو دوه نیم کلن ماشوم ګوزڼ وهلی وو چې دا په روان ۲۰۲۴ز کال کې په سيند کې د پولیو ثبت شوې لومړۍ پېښه وه. له تازه پېښې سره په دې هېواد کې سږکال د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر څلورو ته ورسېد چې پکې پاتې درې يې په بلوچستان کې ثبت شوې دي.

هلته په افغانستان کې هم د جون له دریمې د ګوزڼ ضد واکسيني کيمپېن پیلېږي. له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ د جون پر دويمه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې کيمپېن به د دې هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پیلېږي.

د افغانستان ځینو ځايي رسنیو په روان ۲۰۲۴ز کال کې په غزني کې د پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې راپور ورکړی دی. تېر کال په افغانستان کې ۶ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د پاکستان له ۳۹ ضلعو څخه د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو وایرس موندلی دی.

چارواکو د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر په پای کې د خيبر پښتونخوا د پېښور، د بلوچستان د چمن او د سيند د کراچۍ د کیماړۍ او حیدراباد په ناولیو یا ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ د وایرس نمونو موندلو خبر ورکړی وو. د پاکستان د پولیو مخنیوي ادارې روان کال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې واکیسني کیمپېنونه کړي دي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي. د دوی په خبره پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG