د لاسرسي ځای

تازه خبر

بابراعظم: له ما د کپتانۍ اخیستلو واک له کرکټ بورډ سره دی


بابراعظم او شاداب خان
بابراعظم او شاداب خان

په ۲۰ اووره کرکټ سیاليوو کې د ډيرو سیاليوو تر بایللو وروسته، د پاکستانۍ لوبډلې مشر بابر اعظم وايي کپتاني یې په خپل لاس کې نه ده.

هغه د جون پر ۱۶مه په يوه خبري غونډه کې وویل چې د لوبډلمشر په توګه د هغه پاتېدل يا نه پاتېدلو فیصله به د پاکستان کرکټ بورډ کوي. د کرکټ بورډ مشر محسن نقوي تېره اونۍ ويلي وو چې په نړیوال کپ کې تر خرابې کارکردګۍ وروسته، په پاکستانۍ لوبډله کې د عملياتو ضرورت دی.

بابراعظم چې ایرلينډ لوبډلې ته یې تر ماتې ورکولو وروسته خبرې کولې وویل چې په نړیوال جام کې یې لوبغاړو د هيلو په خلاف خرابه لوبه وکړه. هغه زیاته کړه چې بالینګ (توپ اچونه) یې ښه خو بيټينګ (توپوهنه) یې ډيره خرابه وه.

په امريکا او ویسټ انډيز کې د سږکال په شل اووره کرکټ کپ کې پاکستان خپله لومړۍ لوبه له امريکا او دوهمه له هند وبایلله. که څه هم پاکستان په خپل ګروپ کې له کاناډا او ایرلینډ یې سیالۍ وګټلې خو د غوره اتوو لوبډلو دويم پړاو ته له رسېدو پاتې شو. هند او امريکا د ډېرو نومرو په درلودلو سره بل پړاو ته لاره ومونده.

د پاکستان له دغو شکستونو وروسته، اکثره پخوانيوو لوبغاړو پر بابراعظم نيوکې وکړي چې ښه کپتاني یې نه کوله. بله نیوکه د پاکستانۍ لوبډلې د منځني برخې په لوبغاړو چې پکې عثمان خان، افتخار احمد، شاداب خان او د پخواني لوبغاړي معين خان زوی اعظم خان، شامل دي.

د پاکستان پخواني لوبغاړي او د کرکټ بوډ مخکني مشر، رمیض راجه پر يوټيوب خپره کړې ويډيو کې ويلي‌ چې پاکستانۍ لوبډلې په نړیوال کپ کې د مخکې تللو ارزښت نه درلود. هغه زیاته کړې چې کمزورې دفاعي کپتانۍ او د ميډل ارډر (منځنۍ برخې) خرابه توپوهونه د لوبډلې د ماتې سببونه وو. ورته خبرې پخوانيوو لوبغاړو يونس خان، محمد حفيظ، سعیب اختر او شعیب ملک هم کړې دي.

د کرکټ ۲۰ اووره نړيوال جام سیالۍ د جون له دویمې راهیسې په امریکا او وېسټ انډیز کې روانې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې برخه اخیستې وه. له دوی څخه اته یې بل پړاو ته رسېدلې چې افغانستان، اسټرالیا، هند، بنګله دېش، انګلستان، جنوبي افریقا، امریکا او ویسټ انډیز دي.

هره لوبډله به درې لوبې کوي او د سر څلور لوبډلې به نیمو پای لوبو یا سیمي پاینل ته وځي. دواړه نیمې پای لوبې د جون پر ۲۷مه او د پای لوبه د جون پر ۲۹مه ترسره کېږي. ټاکل شوې چې د جام پایلوبه د جون پر ۲۹مه په باربېډوس کې وشي.

XS
SM
MD
LG