د لاسرسي ځای

تازه خبر

لنډي کوتل کې د ناامني ضد ځایي خلکو پرلت وهلی دی


د لنډي کوتل په تکیا میدان کې د سیمې خلک او مشران په پرلت کې ناست دی ـ د جون ۲۲مې انځور.
د لنډي کوتل په تکیا میدان کې د سیمې خلک او مشران په پرلت کې ناست دی ـ د جون ۲۲مې انځور.

د خیبر پښتونخوا خیبر ضلعې په لنډي کوتل کې ځایي خلکو د زیاتې شوې ناامنۍ پر ضد پرلت وهلی دی. په پرلت کې قومي او سیاسي مشران هم ناست دي. دوی د بدامنۍ پېښو د مخنیوي غوښتنه کوي.

د جون پر ۲۲مه، د لنډي کوتل په تکیا میدان کې وهل شوي پرلت ته په وینا کې فعال ګل بهادر اپریدي وویل چې له حکومته په هره هدفي وژنه کې د ککړو خلکو نیول غواړي. هغه وویل په داسې پېښو کې د ککړو خلکو لپاره د "نامعلومه کسانو" اصطلاح نوره نه مني.

هغه وویل "مونږ ټول یو بل پیژنو، قومونه او تپې مو معلومې دي، دلته نامعلومه کسان نشته، بلکه هم تاسو، یعنې امنیتي ځواکونه راته معلوم یاست چې په دې پېښو کې لاس لرئ. که یې نه لرئ، نو بیا دا ستاسو ذمه واري ده چې هغه کسان ونیسئ او مونږ ته یې حواله کړئ چې پته ولګي چې دا څوک دي او ولې مونږ وژني؟"

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا صوبې د نورو برخو په څېر په خیبر قبایلي ضلعه کې هم په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دې.

د جون په ۱۸مه وسلوالو په لنډي کوتل سلطان خیلو مزرینه کې ځایی خبریال خلیل اپریدي په ډزو وژلی وو.

پرلت ته په وینا کې فعال او قامي مشر مراد حسین وویل چې د بدامني زیاتو شویو پېښو په ولس کې ویره زیاته کړې ده او د پرلتونو او احتجاجونو له لارې د سیمې په خلکو کې ویره ختموي او د امن لپاره تحریک ته دوام ورکوي.

"مونږ د سیمې علماوو، د جماعتونو امامانو، تاجرانو، ډاکټرانو او وکیلانو ته هم بلنه ورکوو چې په دې پرلت کې راسره برخه واخلي ځکه دا د یو تن خبره نه ده، دا اوس د ټولو قومونو مسله ده."

خیبر ضلع خپل تاریخي، اقتصادي او امنیتي اهمیت لري. دا سیمه د خیبر دره لري، چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سوداګرۍ یوه مهمه لاره ده. دا سیمه په مخکې وخت کې د ترهګرۍ او ناامنۍ له امله اغېزمنه شوې وه چې له امله یې د سیمې خلک نورو سیمو ته کډه شوي ول. له ۲۰۱۴ز کال څخه تر ۲۰۱۷ زکال پورې د هغې ضلعې په بېلا بېلو برخو کې پوځي عملیات شوي ول او وروسته سیمه له ترهګرو پاکه ګرځول شوې وه.

په پرلت کې شریک قامي مشر ملک عبدالرزاق اپریدي وویل چې اوس به یو وار بیا قومونه منظموي او د سیمې حفاظت به په خپله کوي. "دلته سړی وویشتل شي او تاسو ورته ګورئ. پښتو مو څه کړه؟ ایمان مو چرته لاړ؟ غیرت مو چرته لاړ؟ زموږ پلرونو او نیکونو ډېر غیرت کړی. اوس چې یو تن په مټ باندې توره کپړه وتړي، ما ورته وویل چې زه په خپله مټ باندې توره کپړه نه تړم، ما ته د خپلې دفاع لپاره ټوپک راکړئ."

په خیبر کې حکومتي او پوځي چارواکي وایي د سیمې امنیت ته ژمن دي. د خیبر ضلعې د پولیسو مشر ډي پي او سلیم عباس کلاچې مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې هیچا اجازه نه ورکوي چې هلته ناامني راولي. هغه وویل"د خلیل اپریدي د پېښې په ساینسي بنیادونو باندې پلټنې پیل کړي. زر به په دې پېښه کې ککړ کسان ونیسو."

سلیم کلاچې وویل چې په تېرو شاوخوا دوو کالو کې وسلوالو پر پولیسو او اېف سي ځواک هم بریدونه کړي او دوی هم پکې یو شمېر سرتېري له لاسه ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG