د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې يوسفزۍ له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې نه ستنوي


ملاله یوسفزۍ د طالبانو پر حکومت د جنسي اپارتايد تور پورې کړی دی- پخوانی انځور
ملاله یوسفزۍ د طالبانو پر حکومت د جنسي اپارتايد تور پورې کړی دی- پخوانی انځور

د سولې نوبېل جایزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پر پالیسۍ دې له سره غور وکړي او زده کوونکې افغانانې دې هېواد ته نه استوي.

هغې د جولای پر درېيمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي چې د پاکستاني حکومت له خوا د افغان کډوالو په ایستلو ځکه اندېښمنه ده چې له دې سره به نجونه او ښځې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته، چې پکې پر تعلیم بندیز دی، ستنې شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې په زور تر حکومت نيولو وروسته، پر ښځو د کار او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم بندېز لګولی دی.

یوسفزۍ د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارو ته پر کتو د هغوی حکومت په جنسي اپارتايد تورن کړی دی. له خلکو سره د هغوی د جنس یا جنسیت له وجې ټولنیزې او اقتصادي توپیرپالنې ته جنسي یا جنسیتي اپارتاید ویل کېږي.

د یوسفزۍ په وينا، په داسې حال کې له پاکستانه افغانستان ته د نجونو او ښځو ستنول ورڅخه د هغوی حقونه تروړي نو ځکه باید دا کار و نه شي. د پاکستان حکومت لا د ملالې یوسفزۍ څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی.

په همدې حال کې الجزیره ټېلېوېژن د پاکستانیو چارواکو په حواله ويلي چې د جون له ۳۰مې یې د افغان کډوالو د ستنولو درېيم پړاو پيل کړی دی.

دا کار د ۲۰۲۳ز کال په پای کې د هغې تګلارې دوام دی چې پاکستاني چارواکي وايي چې ټول کډوال به په مرحله وار توګه له هېواده باسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د ووبپانې له مخې، په پاکستان کې ۳۱ لکه افغان کډوال مېشت دي چې ورڅخه یې شاوخوا ۱۳ لکه یې راجسټرډ نه دي.

د پاکستان حکومت وايي چې په هغه هېواد کې مېشت شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان سېټېزن یا تابعیت په نوم کارډونه لري چې د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) ورته د سرحدي او قبایلي چارو وزارت په وینا ورکړي ول.

عباس خان: پاکستان د اسناد لرونکو کډوالو د ستنولو پرېکړه نه ده کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:34 0:00

څو مياشتې وړاندې داسې راپورونه ول چې پاکستان د تابعیت يا سېټېزن کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو پلان هم لري.

خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر د جون پر ۲۷مه له مشال راډيو سره په مرکه کې ويلي ول چې حکومت يې لا د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو د لرونکو د لېږدولو په اړه هېڅ فیصله نه ده کړې.

عباس خان زیاته کړې وه چې په اړه به پرېکړه له طالبانو او نورو شریکانو سره په مشوره کېږي.

په همدې حال کې د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ویلي دي چې د جولای پر درېیمه له پاکستان او ایرانه ۳۸۵ کورنۍ په جبري ډول هېواد ته لېږدول شوې دي.

اژانس وايي، هغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شوې دي.

د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ارقامو له مخې، د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له پیل راهیسې له پاکستانه تر ۵۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته تللي دي او له ایرانه هم شاوخوا هره ورځ لسګونه کورنۍ افغانستان ته لېږدول کېږي.

XS
SM
MD
LG