د لاسرسي ځای

تازه خبر

عباس خان: پاکستان د اسناد لرونکو کډوالو د ستنولو پرېکړه نه ده کړې


عباس خان: پاکستان د اسناد لرونکو کډوالو د ستنولو پرېکړه نه ده کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:34 0:00

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر وايي چې د پاکستان حکومت لا د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو د لرونکو د لېږدولو په اړه هېڅ فیصله نه ده کړې. عباس خان د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د سېټېزن کارډونو د ستنولو په اړه به پرېکړه له طالبانو او نورو شریکانو سره په مشوره کېږي. په پسرلي کې داسې راپورونه ول چې ګواکې اسلام اباد په دویم پړاو کې د هغوی د ستنولو عمل هم پیلوي. خو عباس خان وايي هغه راپورونه ناسم ول. نوموړي دا هم وویل چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په ترهګرۍ کې لاس نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان امنیتي چارواکو په بیا بیا دعوه کړې چې افغان کډوال د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ دي. مشر کمېشنر د قبایلو او سرحداتو چارو د وزارت (سیفران) چارواکی وي چې د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو چارې پر مخ وړي. له عباس خان سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG