د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د محرم د مراسمو پر مهال د امنیت لپاره پوځ ګوماري


په پاکستان کې د محرم د مراسمو پر مهال د امنيت ساتلو لپاره پوځ ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه
په پاکستان کې د محرم د مراسمو پر مهال د امنيت ساتلو لپاره پوځ ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د محرم د مراسمو پر مهال به د امنیت لپاره په ټول هېواد کې پوځ ګومارل کېږي.

وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې د جولای پر اتمه د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي په مشرۍ غونډې په پاکستان کې د اسلامي کال د لومړۍ مياشتې محرم الحرام پر مهال د امنیت جاج اخیستی دی.

بیان زیاتوي چې په دې غونډه کې د ټولو صوبو لوړپوړي چارواکي شریک ول.

د دوی په وینا، د پاکستان مرکزي حکومت د امنيت ټينګ ساتلو لپاره د پوځ ګومارلو منظوري ورکړې ده خو د عسکرو د شمېر، نېټو او سیمو پرېکړې به صوبايي حکومتونه کوي.

په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې د محرم پر مهال به د امنیت لپاره د انټرنېټ او موبایل ټېلېفون د خدماتو بندولو پرېکړه له صوبايي حکومتونو سره په سلا مشوره کېږي.

د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د محرم الحرام مياشتې په لومړيو ۱۰ ورځو کې بېلا بېل مراسم تر سره کېږي چې په دې اړه د عاشورا لوی مراسم د جولای پر ۱۷مه لمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG