د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر: که حکومت ټيکسونه کم نه کړي نو د مېوو او سبزيو وړل به ودروو


په تورخم کې په سبزيو بار ټرکونه مالونه لېږدوي ـ انځور له ارشيفه
په تورخم کې په سبزيو بار ټرکونه مالونه لېږدوي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا د سبزیو او مېوو سوداګر وايي، د پاکستان حکومت ورباندې ټيکسونه دومره زیات کړي چې دوی یې د ادا کولو توان نه لري.

د سبزیو او مېوو د سوداګرو اتحادیې مشرانو د جولای پر اتمه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان د جولای له لومړۍ نېټې راهيسې له افغانستانه د سبزیو او مېوو پر راوړلو ټيکس يا ماليه نېږدې زر فیصده زیاته کړې ده.

د سوداګرو د اتحاديې يو استازي پرویز علي شاه له خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل "تېر کال به پر یوه ټن ۸۰۰ روپۍ ټيکس وو خو اوس د ټيکس له زیاتېدو وروسته موږ پر یوه ټن ۸،۹۵۰ روپۍ ټيکس ورکړی دی. هغه وخت به موږ پر یوه کانټېنر شاوخوا ۴۵ زره روپۍ ټیکس ورکاوه او اوس ما پر یوه کانټېنر درې نیم لکه روپۍ ټيکس ورکړی دی."

نوموړي زياته کړه چې د حکومت دا ګام به پر تورخم دروازه وار له مخه ځپل شوی تجارت لا پسې کم کړي.

سوداګرو ويلي که د پاکستان حکومت دا ټيکسونه کم نه کړي نو سوداګر به د سبزیو او مېوو له راوړلو لاس واخلي او دا به د دوی په وینا یو بحران رامنځ ته کړي.

د پاکستان مرکزي حکومت لا تر اوسه د سوداګرو دې غوښتنو ته غبرګون نه دی ښوولی خو وړاندې یې اعلان کړی وو چې د ټيکسونو اخیستل به باوري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د مومندو سیاسي اتحاد او د ملاکنډ جرګې، ګوندونو، ولسي مشرانو او کاروباریانو پر هغو سیمو د ټیکسونو د ممکنه نفاذ پرضد یو لړ غونډې او احتجاجونه وکړل.

د پاکستان د ماليې (خزانې) وزیر محمد اورنګزېب تېره میاشت ویلي ول چې د وفاق تر انتظام لاندې پخوانۍ قبایلي سیمې يا فاټا او د صوبې تر انتظام لاندې قبايلي سيمې يا پاټا نور له مالیې يا ټيکس څخه مستثنا نه شي پاتې کېدای.

خو د خیبر پښتونخوا اعلا وزیرعلي امین ګنډه پور د مې پر ۲۵مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي ول چې پر قبايلي او نيمه قبايلي ضلعو ټیکسونه ردوي ځکه چې په وینا یې، هغه جنګ ځپلې سیمې "د ټیکسونو بوج (بار)" نه شي زغملای.

XS
SM
MD
LG