د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار افغانستان ته ځي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او مرستيال وزيراعظم اسحاق ډار ويلي چې په نېږدې ورځو کې افغانستان ته ځي.

ډار د جولای پر نهمه د سېنېټ د بهرنيو اړيکو د کمېټې غونډې ته وویل چې پاکستان خپل "ګاونډيان نه شي بدلولای" او له همدې امله هڅه کوي چې د طالبانو له حکومت سره یې تعلقات ښه شي.

نوموړي البته کابل ته د خپل سفر نېټه یاده نه کړه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه هېواد ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

البته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جون په پای کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په تړاو د غونډې په څنډه کې ويلي ول چې افغانستان او پاکستان کله نا کله د سرحدونو او ډېورنډ کرښې په اړه مشکلات لري، خو نوموړي زياته کړې وه چې د ګواښونو پرځای بايد د حل پر لارو چارو خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانيو چارواکو په تېرو دوو کلونو کې په بیا بیا تور پورې کړی دی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالې ډلې د افغانستان خاوره کاروي او پر پاکستان حملې کوي.

د طالبانو حکومت تل د اسلام اباد دا تور رد کړی دی او وايي چې هېچا ته د افغانستان د خاورې کارولو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو حکومت داراز وايي چې د ټي ټي پي وسلوال فعالیتونه د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

XS
SM
MD
LG