د لاسرسي ځای

تازه خبر

احسن اقبال: هغو ته به سزا ورکول کېږي چې خلک د چيف جسټس وژلو ته پاروي


د پاکستان د منصوبه بندۍ وفاقي‌ وزیر احسن اقبال د جولای پر ۲۹مه په اسلام اباد کې خبري غونډه وکړه. (انځور: ارشیف)
د پاکستان د منصوبه بندۍ وفاقي‌ وزیر احسن اقبال د جولای پر ۲۹مه په اسلام اباد کې خبري غونډه وکړه. (انځور: ارشیف)

د منصوبه بندۍ وفاقي‌ وزیر احسن اقبال د جولای پر ۲۹مه، په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې هېڅ ملا یا ډلې ته د خلکو د ایمانونو د فیصلو کولو اجازه نشته او که څوک داسې کوي نو ریاست به یې پر ضد له ټول قوته کار اخلي.

د پاکستان وفاقي‌ حکومت وايي د چيف جسټس د وژلو لپاره د خلکو پارونکو ته به سزا ورکول کېږي ځکه چې هېچا ته د قتل د فتوې اجازه نه ورکوي.

د منصوبه بندۍ وفاقي‌ وزیر احسن اقبال د جولای پر ۲۹مه، په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې هېڅ ملا یا ډلې ته د خلکو د ایمانونو د فیصلو کولو اجازه نشته او که څوک داسې کوي نو ریاست به یې پر ضد له ټول قوته کار اخلي.

هغه وويل که تحريک لبیک پاکستان یا بله مذهبي ډله د فتوو ورکولو جواز ولري نو د ملک په هره کوڅه کې به وينې بهېږي. د دفاع وزیر خواجه اصف په خبري غونډه کې وويل چې "د ګډوډۍ جوړونکو په وړاندې امنيتي ادارې بیداره دي."

بلخوا د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل هم د جولای پر ۲۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې اسلام هېچا ته د وژلو د فتوو واک نه ورکوي نو ځکه بايد له داسې کارونو ډډه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجاب پولیسود جولايي پر ۲۹مه د تحريک لبیک پاکستان مرستیال مشر پير ظهیرالحسن شاه له هغه وروسته ونیوی چې هغه د یو تقریر په وخت، د پاکستان د سپریم کورټ چيف جسټس قاضي فایز عیسی د مذهب په سپکاوي تورن کړ او خلک یې د هغه وژلو ته وپارول.

پولیسو پير ظهیر الحسن شاه د جولای پر ۲۹ مه د پنجاب له اوکاڑه ضلعې نیولی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی. تحریک لبیک پاکستان په عین وخت کې په ټول ملک کې د احتجاج اعلان کړی دی.

له پولیسو سره درج شوي رپورټ ترمخه پیر ظهیر الحسن شاه د جولای پر ۲۸ مه د لاهور پریس کلب مخې ته د احتجاج پر مهال د نفرت خورولو وینا کړې وه چې پکې یې خلک د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فیض عیسا وژلو ته هڅولي وو او هغه ته یې د مرګ ګواښ کړی وو.

د پیر ظهیر الحسن شاه پر ضد دغه مقدمه د لاهور د قلعه ګجر سنګ تاڼې د مشر (ایس ایچ او) حماد حسین په مدعیت درج کړې شوې چې پکې د ترهګرۍ ضد د قانون، د مذهبي کرکې خورولو او اعلا عدلیې ته د ګواښ کولو دفعات شامل دي. د نوموړي تر څنګ د ټي ایل پي د ۱۵۰۰ نورو کارکنانو خلاف هم دغه مقدمه درج کړل شوې ده. ټي ایل پي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت پر دې ډلې د ۲۰۲۰ کال په اپريل میاشت کې تر خونړیو مظاهرو وروسته، چې پکې د حکومتي شمېرو له مخې اته پولیس وال وژل شوي او د پولیس په ګډون تر ۶۰۰ زیات کسان ژوبل شوي ول، بندیز لګولی وو. همداراز دا ډله یې د ناقانونه تنظيمونو په لېسټ کې یې اچولې وه او مشر یې، سعد حسين رضوي یې د عامه نظم د ګډوډۍ په تور بندي کړی وو. خو وروسته د دواړو خواوو تر مذاکراتو وروسته رضوي خوشې اوپر دې ډلې بندیز ليرې شو.

XS
SM
MD
LG