د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وايي ۲۵ احتجاجيان یې نيولي خو د ګوادر پرلتوال وايي له ۳۰۰ ډير کسان نيول شوي دي


د ماه رنګ بلوچ په مشرۍ د ګوادر پرلت روان دی - د جولای ۲۸مه انځور.
د ماه رنګ بلوچ په مشرۍ د ګوادر پرلت روان دی - د جولای ۲۸مه انځور.

د بلوچستان چارواکي وايي د بلوچ يکجهتي کمېټې له مظاهرينو یې ۲۵ کسان نيولي دي. خو د دغې کمېټې مشران وايي چې د دوی له ۳۰۰ زیات ملګري ګرفتار شوي دي.

د بلوچستان د کورنيوو چارو وزير میر ضیاالله لانګو د جولای پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې نيول شوي کسان د سرکار په کار کې د مداخلې په تور په جيلونو کې دي. هغه ادعا وکړه چې مظاهرینو د امنيت ګډوډولو کوښښ کاوه او د حکومت په خبرداري باوجود یې د ګوادر حساس ښار کې احتجاجي پرلت وهلی.

دا پرلتوال د جولای له ۲۴مې راهیسې د جبري لادرکيوو د مخنيوي او په خپلو وسایلو د واک لپاره، په ګوادر او د بلوچستان په ځينو نورو سیمو کې په احتجاج دي. لانګو د پرلتوالو دا ادعا رد کړه چې ويلي‌یې وو چې امنيتي ځواکونو په ډزو کې احتجاجيان وژلي دي: "هیڅوک نه دي‌وژل شوي. يوازې اوښکې بهونکی ګېس کارول شوی دی. دلته په ګوادر کې چينايان اوسېږي. کارونه روان دي. حساس ځای دی. مظاهره دې وشي خو داسې نه چې ګډوډي جوړه شي. مظاهرينو زموږ يو پولیس یرغمال کړ وو. موږ ۲۵ کسان ګرفتار کړي دي. موږ د امنيت خرابېدو نه شو برداشتولی."

ګوادر ډير حساس ښار دی. دلته چينايان اوسېږي. په امنيتي ځواکونو کې غصه ډېره ده خو موږ پرلتوالو سره مذاکراتو ته تیار یو
لانګو

خو د مظاهرو تنظيموونکې، بلوچ يکجهتي کمېټې يوې مشرې غړې نادیه بلوچ مشال راډيو سره په خبرو کې حکومتي دعوې رد کړي‌او چارواکي‌یې په دروغو ويلو تورن کړل. هغې د جولای پر ۲۹مه وويل: "امنيتي ځواکونو دوه مظاهره چيان وژلي او د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې یې پر کورونو د چاپو په وهلو سره له ۳۰۰ ډير احتجاجيان نيولي دي."

نادیه چې د دې پرلتوالو د مشرې ماه رنګ بلوچ خور هم ده، په خپلو خبرو کې د بلوچ يکجهتي‌ کمېټې دا غوښتنه تکرار کړه چې ټول نيول شوي کسان دې سمدستي خوشې او د مظاهرينو په مخ تړلې لارې دې خلاصې شي. هغې زیاته کړه چې تر څو پورې یې غوښتنې نه وي منل شوي په ګوادر کې به یې پرلت او په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې روانې وي.

لانګو د پرلتوالو د غوښتنو په اړه مشال راډيو ته وويل چې لارې ممکن خلاصې شي خو پر نيولو شويو کسانو به په عدالتونو کې مقدمې چلول کېږي. "ګوادر ډير مهم ښار دی. دلته ګڼ چينايان دي. پرلتوال به دا مهم ښار څومره وخت لپاره بند ساتي؟ که داسې کار وي نو که ریاست عمل نه کوي، څوک به یې کوي؟ په امنيتي ځواکونو کې غصه ډېره ده. خو که په عدالت کې نيول شويو کسانو ته د خوشې کېدو ضمانت کېږي، پرلتوال باید خپل قانوني کار ته مخه کړي."

بلخوا بلوچ یکجهتي کمېټې پر فیسبوک او اېکس هغه ويډيوګانې خپرې کړې چې د پاکستان سرحدي ځواکونه (اېف سي) پکې پر لاریونوالو ‌ډزې کوي. که څه هم لانګو له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې خپرې شوې ويډيوګانې او تصويرونه ايډيټ شوي دي خو په ژوندۍ بڼه نشرېدونکو دې ويډيوګانو کې ښکاري چې ګڼ مظاهره چيان نيول شوي او د پولیسو ګاډو ته خېژول کېږي. د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په يو بیان کې د مظاهره چيانو نیول غندلي او پر حکومت یې غږ کړی چې نيول کسان دې خوشې کړي.

پر دغو حکومتي اقداماتو سربیره، د ماه رنګ بلوڅ په مشرۍ په زرګونو بلوڅان د جولای پر ۲۸مه ګوادر ته ورسېدل. و په دغه ورځ د بلوچ يکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوڅ ګډونوالو ته په خپله وينا کې وويل چې پر حکومتي خنډونو سربیره د زرګونو خلکو حاضرېدل په دې معنا دي‌چې "ولس د واکمنو له جبر په تنګ دی".

هغې د پاکستان حکمرانان مخاطب کړل او زیاته یې کړه: "بلوچستان او ګوادر زموږ دی. پر خپله خاوره چې هر ځای وغواړي، پرلت وهلی شو دلته په هره خوا کې پوځيان ښکاري. بلوچستان په يو پوځي زون بدل شوی دی. موږ دا نه منو. نور بس دی. موږ نور د جبر لاندې ژوند نه شو کولی. د بلوچستان وسايل د دې ځای د خلکو دي. هېچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ استحصال وکړي."

نوموړې همداراز د پاکستان پر حکومت د جبري لادرکیوو د ودرولو او د امنيتي ځواکونو په لاس د وړل شويو خلکو عدالتونو ته د حاضرولو ټينګار وکړ. د پاکستان پوځ دريځ لري چې د لادرکو خلکو شمېر په زرګونو کې نه دی. د پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپېنډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی ورک دي.

بلوچستان او ګوادر زموږ دی. پر خپله خاوره چې هر ځای وغواړي، پرلت وهلی شو
ماهرنګ بلوچ

خو په ۲۰۱۱ کال کې د جبري لادرکيوو قضيو د څيړلو لپاره د پاکستان حکومتي کمېشن د جولای پر لومړۍ نېټه په راپور کې ويلي چې تر اوسه یې د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د ۱۰۲۸۵ جبري لادرکيو قضیې ثبت کړې دي. د کمېشن د ادعا له مخې، له هغو څخه یې ۸۰۱۵ قضیې هوارې شوي او نورې لا پاتې دي. دې کمېشن زیاته کړې چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۱۹۷ قضيې ثبت کړې دي.

بلخوا ماه رنګ بلوچ په ګوادر کې ناستو پرلتوالو ته په وينا کې ويلي چې چين او نور نړیوال قوتونه بايد په دې پوه شي چې په بلوچستان کې د موجود ګېس، سکرو او نورو وسایلو حق د دې صوبې د خلکو دی. هغې زیاته کړه چې پر دې وسايلو د واک ترلاسه کولو لپاره به خپله سوله ییزه او د عدم تشدد مبارزه جاري ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپېک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د بلوچستان د ګوادر بندر مرکزي حیثیت لري. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت برخه دي. د پاکستان او چین حکومتونو په ۲۰۲۱ کال کې اعلان کړی وو چې له ګوادر ښاره د امنيت لپاره اغزن تار لګوي. خو د بلوچ یکجهتي کمېټې، مدني فعالانو او ګڼو سیاسي ګوندونو تر احتجاجونو وروسته حکومت اعلان وکړ چې دغه کار یې ځنډولی دی.

XS
SM
MD
LG