د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان پولیسو د پي ټي اېم شهزاد وزیر نیولی دی


پي ټي اېم وايي چې وزیر د عامه نظم ساتلو قانون مخنیوي له مخې نیول شوی دی - پخوانی انځور.
پي ټي اېم وايي چې وزیر د عامه نظم ساتلو قانون مخنیوي له مخې نیول شوی دی - پخوانی انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي، د کوز جنوبي وزیرستان پولیسو یې یو فعال شهزاد وزیر نیولی دی.

د غورځنګ د مرکزي کمېټې یو غړي فرمان وزیر د جولای پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، شهزاد وزیر چې د پي ټي اېم د کوز جنوبي وزیرستان ضلعي مشر دی چې پولیسو یې پرضد د ترهګرۍ په ګډون یوشمېر مقدمې کښلې دي او د عامه نظم زیانمنولو قانون (مېنټېننس اف پبلک ارډر یا اېم پي او) د درېیمې مادې له مخې یې نیولی دی. "پر شهزاد وزیر د واڼه سټي تاڼې او د اعظم ورسک تاڼې په شمول په ګڼو تاڼو کې پرچې کټ شوي دي. د نوموړي پر ضد ټولې ۲۴ [مقدمې] دي."

وزیر وايي، په اتو قضیو عدالت شهزاد وزیر ته ضمانت ورکړی دی خو د ډېره اسماعیل خان یو عدالت یې ضمانت منسوخ کړ او د جنوبي وزیرستان پولیسو ته یې وسپاره.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد ناصر خان د جولای پر ۳۱مه مشال راډيو ته وویل چې شهزاد وزیر یې ځکه نیولی چې په امن جرګه کې یې "منفي خبرې" کولې او د امنیت "مسلې یې جوړولې." هغه تور پورې کړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه د د ولس د "خیر ښېګړې خلاف" دي نو ځکه یې د عامه نظم ساتنې د قانون له مخې ونیوه.

ده زیاته کړه چې پر وزیر ۲۶ مقدمې دایرې شوې دي.

پي ټي اېم د پولیسو دعوې ردوي او په بیا بیا یې ویلي دي چې د فعالیتونه یې سوله ییز او د پاکستان له ایین او قانون سره سم دي.

د وزیر وکیل عبدالرحمان پر خپل موکل لګېدلي تورونه بې اساسه بللې دي او هوډ یې ښکاره کړی دی چې په های کورټ کې به یې د ضمانت درخواست جمع کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مخکښه مشران تر دې مخکې هم د ترهګرۍ، ریاست پرضد د خلکو پارولو او د ریاست او ادارو پر ضد د ویناګانو په تورونو نیول شوي دي چې بیا وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG