د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې "د حکومت پلوه طالبانو" يو قوماندان وژل شوی


د پاکستان امنيتي سرتيري په شمالي وزیرستان کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه
د پاکستان امنيتي سرتيري په شمالي وزیرستان کې د ګزمې په حال کې - انځور له ارشیفه

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ په نخښته کې دوه کسان وژل شوي او درې نور تښتول شوي دی.

ځايي خلکو او استخباراتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط د اګست پر شپږمه، مشال راډیو ته ویلي چې نخښته د اګست پر پنځمه غرمه مهال شوې وه چې پکې وسله والو "د حکومت پلوه طالبانو" یو قوماندان محاصره کړی و. د ډزو په نتیجه کې د حکومت پلوه طالبانو یو قوماندان، ذهين الله ووژل شو او د هغه څلور پلویان چې پکې د نوموړي زوی هم شامل و، له ځانه سره بوتلل.

وروسته د ذهین الله د زوی مړی هم په سیمه کې وموندل شو. په دې اړه ځايي پولیسو څه نه دي ویلي او کومی وسله والی ډلی لا ددی برید ذمه واری نده منلی. تر دې مخکې چارواکو مشال راډيو ته ويلي وو چې تېره اونۍ ذهین الله د طالبانو د يو قوماندان محمد وسیم سره نښته کړې وه او هغه یې وژلی وو. تر اوسه تحريک طالبان پاکستان په دې اړه څه نه دي ويلي.

د یاد ونې ده چې د جولای پر ۲۷مه، په بنو کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د حکومت پلوو وسله والو يو قوماندان، محمد اسحق او د هغه ۱۹ نور ملګري مشکوک وسله وال پولیسو ته وسپارل. دغه سړی پخوا د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) يو قوماندان وو چې وروسته حکومت ته تسليم شو.

پولیسو هغه وسلوال د جولای پر۲۵مه د بنو پرلتوالو تر غوښتنې وروسته نیولي ول. د پرلتوالو د غوښتنو په نوملړ کې یوه غوښتنه دا هم وه چې حکومت دې په سیمه کې "د ښو او بدو" وسلوالو پر ضد بې له توپیره کاروايي وکړي او مرکزونه دې یې ختم کړي.

د پاکستان پوځ همېشه دا دريځ درلودلی چې د وسله والو ترمنځ فرق نه کوي. د پاکستان پوځ ویاند لېفټنینټ جنرال احمد شریف د اګست پر پينځمه،په پينډۍ کې خبریالانو ته په خبرو کې دا دریځ تکرار کړ او زیاته یې کړه چې د ټولو وسله والو پر ضد به یې کاروايانې دوام لري.

د جولای پر ۲۱مه، د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امين ګنډه پور ويلي وو چې په صوبه کې فعال ځيني وسلوال له سرکاري ادارو سره ځانونه تړلی ښيي او خپل مرکزونه یې جوړ کړي دي. هغه په يو ويډيو بیان کې زیاته کړې وه چې پولیسو ته یې امر کړی چې "د ټولو دغو وسلوالو او د هغو د پټنځایونو" پر ضد کاروايي وکړي.

ګنډه پور ويلي وو چې په خیبر پښتونخوا کې د نا امنۍ يوه لویه وجه د دغو وسلوالو ځایونه دي چې ځانونه "سرکاري اهلکار ښيي." هغه زیاته کړه چې پر وفاقي حکومت يې واضحه کړې ده چې صوبايي حکومت او د خیبرپښتونخوا ولس د دې وسلوالو په اړه اندېښنې لري نو ځکه یې بايد فعاليتونه ختم شي.

XS
SM
MD
LG