د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته کې ۳ عسکر او ۵ وسله وال وژل شوي


په شمالي وزیرستان کې پوځيان د پوستې مخې ته ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
په شمالي وزیرستان کې پوځيان د پوستې مخې ته ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع باجوړ کې د پاکستاني پوځ او وسله والو ترمنځ نښته کې درې عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۹مه ماښام په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه د ۱۸م او ۱۹م اګست په منځنۍ شپه په ماموندو سيمه کې شوې ده. د خبرپانې ترمخه، د سرتېرو په ځوابي ډزو کې پينځه وسله وال وژل شوي او څلور نور زخمي شوي دي.

پوځ نه ده روښانه کړې چې وسله وال د کومې ډلې ول، خو هغوی يې د (خوارجو) په نوم يادونه کړې ده او ويلي يې دي چې له افغانستانه يې پاکستان ته د داخلېدو هڅه کوله.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د پوځ د دې دعوې تصديق نه شي کولای او نه هم کومې وسله والې ډلې تراوسه د ماموندو د پېښې په اړه څه ويلي دي.

د پوځ په خبر کې البته راغلي چې پاکستان په دوامداره توګه د افغانستان عبوري حکومت ته ويلي چې خپلې خوا ته د پولې امنيت ټينګ او دا باوري کړي چې وسله وال د هغه هېواد خاوره د پاکستان دننه د ترهګرو بريدونو لپاره و نه کاروي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان پوځ د دې بيان په ځواب کې تراوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې په بيا بيا ټينګار کړی چې هېڅ يوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد وکاروي او دا چې پاکستان بايد د خپل امنيت مسله په خپله حل کړي.

په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پر پوليسو بريدونه زيات شوي دي. د اګست پر ۱۵مه د خيبر پښتونخوا په باجوړ او سوات کې په دوو جلا جلا وسلوالو بريدونو کې دوه پوليس وژل شوي ول.

تر هغې وړاندې د اګست پر ۱۳مه په باجوړ کې دوه ځايي مشران په یوه بمي چاودنه کې وژل شوي ول. د هغې بمي چاودنې ذمه واري چا نه وه قبوله کړې.

په باجوړ کې تر دې وړاندې هم بمي چاودنې شوي چې سياسي او قبايلي مشران، پوليس او امنيتي سرتېري او د پوليو ضد کيمپېن کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

په هغه سیمه کې خلکو د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې او جرګې کړې دي، خو حکومتي چارواکي وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پر وړاندې یې هدفي کاروایانو ته دوام ورکړی دی.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو د معلوماتو له مخې، په هغه صوبه کې سږ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسلوالو بريدونو او بمي چاودنو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ویلي چې په سیمه کې د امن پر ځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد هدفي کاروايانو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG