د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې برید ۲ کسان وژلي او ۱۹ یې ژوبل کړي دي


د شمالي وزیرستان نقشه.
د شمالي وزیرستان نقشه.

د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان په رزمک کې په يو برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۹ ژوبل دي.

د رزمک تحصيلدار شير بهادر د اګست پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې سهار مهال په يو موټرسايکل کې چاوديدونکو مواد د ريموټ کنټرول له لارې چوول شوي او هغه مرګ ژوبله یې اړولې ده. د هغه په وينا په دې اړه نورې پلټنې روانې دي.

پولیس وايي چې په حمله کې د وژل شويو پېژندګلوي نه ده شوې خو اکثره زخميان ولسي وګړي دي. بلخوا د استخباراتي ادارې يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دا يو ځانمرګی برید وو او هدف یې د محمد عثمان عرف ليوني په نوم د حکومت پلوه وسلوالو قوماندان وو چې څه زیان ورته نه دی رسېدلی. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي. د اګست پر ۲۵مه په میرلي کې د امنیت ټینګښت لپاره ولسي خلکو د امن پاڅون په نوم احتجاج کړی وو چې پکې زرګونه کسانو ګډون کړی وو. په هغه ورځ هم وسلوالو د احتجاج د ځای سره نېږدې په برید کې یو تن وواژاه او بل یې ژوبل کړ.

حکومت او پوځ وایي په سیمه کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او په دې لړ کې خپلې هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG