د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د وسلوالو له خوا له بسونو ښکته کړل شوي او وژل شوي کسان څوک ول؟


بلوچستان: د وسلوالو له خوا له بسونو ښکته کړل شوي او وژل شوي کسان څوک ول؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

د بلوچستان صوبې په بېلابېلو سیمو کې وسلوالو د اګست له ۲۵مې راهیسې بریدونه پیل کړي دي. چارواکو د اګست پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې په دغو حملو کې ۳۷ کسان وژل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي دي. په وژل شویو کې ۲۳ هغه مسافر هم شامل دي چې وسلوالو په موسا خېلو کې له بسونو ښکته کړل او تر شناخت وروسته یې ووژل. ځینې نور ولسي وګړي او امنیتي سرتېري په بولان او کلات کې وژل شوي دي. له پرون راهیسې د شويو ځینو بریدونو ذمه واري له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسلوالې ډلې، بلوچ لیبرېشن ارمي، منلې ده. دوی ادعا کړې چې په تربت، قلات او بولان کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه کړي دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ

XS
SM
MD
LG