د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ لوړپوړو قومندانانو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پر ختمولو بحث کړی دی


د قول اردو قومندانانو غونډه د سېپټېمبر پر درېیمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر (په مینځ کې) په مشرۍ وشوه.
د قول اردو قومندانانو غونډه د سېپټېمبر پر درېیمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر (په مینځ کې) په مشرۍ وشوه.

د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو (قول اردو قومندانانو) په غونډه کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر روان امنیتي وضعیت خبرې شوې دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر درېیمه په بیان کې وویل چې په راولپېنډۍ کې د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ په غونډه کې د پاکستان "ملي امنیت ته پر ورپېښو چیلېنجونو" خبرې وشوې.

د پوځ په بیان کې د چا نوم نه دی یاد شوی خو زیاتوي چې په غونډه کې پاکستان ته "د زیان رسوونکو قوتونو او عاملینو" او د هېواد "د هغو بهرنیو او کورنیو دښمنانو د ملاتړیو، چې په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې فعال دي، د ختمولو لپاره پر یولړ اقداماتو غور" وشو.

د پاکستان د پوځ لوړپوړو قومندانانو دا غونډه پر داسې مهال کړې ده چې د اګست پر ۲۵مه د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په حملو کې د ۱۴ امنیتي سرتېرو په ګډون ۵۱ تنه ووژل شول. تر دې وروسته پوځ په ځوابي عملیاتو کې د ۲۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې ناامني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې مطالعاتو مرکز په خپل وروستي رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې په ټول هېواد کې "۵۹ ترهګر بریدونه شوي" چې ورڅخه یې "۲۹ په خیبر پښتونخوا،" "۲۸ په بلوچستان" او "دوه په پنجاب" کې ترسره شوي ول.

راپور وايي چې په هغو حملو کې ټول ۸۴ تنه وژل شوي او ۱۶۶ ژوبل شوي ول.

خو د پاکستان حکومت وايي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او په دې موخه یې په جون کې د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

پوځ او حکومت پوځ دريځ لري چې عملیات د ناامنۍ ختمولو لپاره اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې پر ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ټینګ شوی.

په همدې حال کې د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټۍ د اګست پر ۲۲مه د عزم استحکام عملیاتو لپاره د ۲۰ اربه روپیو بېلولو منظوري ورکړه.

XS
SM
MD
LG