د لاسرسي ځای

تازه خبر

کسټم کلېرنګ ایجنټان: د پرلت له امله پر تورخم دروازه تجارت اغېزمن شوی


د ګاډو مالکانو او سوداګرو هم مشال راډيو ته ويلي ول چې د پرلت له کبله د خوراکي توکو په رسولو کې مشکلات لري. پخوانی انځور
د ګاډو مالکانو او سوداګرو هم مشال راډيو ته ويلي ول چې د پرلت له کبله د خوراکي توکو په رسولو کې مشکلات لري. پخوانی انځور

په تورخم کې کسټم کلېرنګ ایجنټان وايي د تیرا راجګل کډوالو د احتجاجي پرلت له امله د پاکستان او افغانستان ترمينځ د مالونو لېږد رالېږد اغېزمن شوی دی.

دوی وایي پرلتوال بايد د خیبر درې لاره په داسې ځای کې وتړي چې بار وړونکي ګاډي پکې نه ایسارېږي او د افغانستان او پاکستان ترمينځ تجارت روان وي.

د کسټم کلېرنګ ایجنټانو اتحاديې مشر ايمل خان شينواري د اګست پر ۲مه مشال راډيو ته وويل چې د څه باندې درو اونيو راهيسې د خيبر درې پر لوی سړک د لګول شوي احتجاجي پرلت له امله بار وړونکي ګاډي ايسار شوي او دوه اړخيزه تجارت اغېزمن شوی دی.

تر دې وړاندې د پېښور او تورخم ترمینځ د چلېدونکو ګاډو مالکانو او سوداګرو هم مشال راډيو ته ويلي ول چې د هغه پرلت له کبله نه یوازې د خوراکي توکو په رسولو کې مشکلات لري بلکې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سبزیو او مېوو ټرکونه هم ایسار شوي دي.

بل خوا د تیرا راجګل کمېټۍ مشران وايي تر څو چې هغوی ته خپلو کلیو ته د ستېندو اجازه نه وي ورکړل شوې، لاره به نه ايله کوي.

په ۲۰۱۳ز کال کې په راجګل کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې او په جمرود کې له خپلوانو یا په کچه کورونو کې دېره شوې وې.

د کډوالو کمېټۍ وايي چې حکومت په ۲۰۲۲ز او ۲۰۲۳ز کلونو کې تر احتجاجونو وروسته څه باندې ۶۰ سلنه کډوالو ته د ستنېدو اجازه ورکړه او سلګونه کورنۍ اوس هم د کډوالۍ ژوند تېروي.

په تیرا کې میشتو امنیتي ځواکونو ځينې افسرانو له قومي مشرانو سره په تیرو څو جرګو کې ویلي چې هلته اوس هم په ځينو ځایونو کې امنيتي ستونزې دي. د دوی په خبره چې کله ټوله سیمه له وسلوالو پاکه شي نو بیا کډوال ستنېدلی شي. د پېښور کمېشنر ریاض مسید او د خيبر انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثنا الله خان د اګست پر ۱۳مه په جمرود کې د کډوالو له کمېټۍ سره مذاکرات وکړل خو بې نتيجې پای ته ورسېدل.

د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړي.

په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو مېنو ته ستنې شوې.

XS
SM
MD
LG