د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د بلدیاتي ادارو د استازو د مظاهرې پر مهال اخ و ډب شوی دی


پېښور: د بلدیاتي ادارو د استازو د مظاهرې پر مهال اخ و ډب شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو د استازو د مظاهرې پر مهال اخ و ډب شوی دی. د سېپټېمبر پر څلورمه د بلدیاتي حکومتونو استازو د اعلاوزیر دفتر مخې ته د تګ هڅه کوله چې پولیسو یې مخه ونیوله. پولیسو د مظاهرچیانو د منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس کارولی. د احتجاجیانو او پولیسو ترمینځ په اخ و ډب کې یوشمېر کسان ژوبل شوي هم دي. د بلدیاتي ادارو استازي وايي چې حکومت دې تنخاګانې، د کار لپاره دفترونه او د پرمختیايي چارو لپاره پیسې ورکړي. دوی وايي، څه باندې دوه کاله وشول خو حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. په خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي انتخابات د ۲۰۲۱ز کال په پای او د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې شوي ول. صوبايي حکومت لا د تازه مظاهرې او د تاوتریخوالي په اړه څه نه دي ویلي. البته چارواکي وايي چې هڅه کوي چې د قانون له مخې د بلدیاتي ادارو استازو ته ټولې پیسې ورکړي او د دې لپاره یې له هغوی سره خبرې هم کړې دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG