د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جمرود کې د راجګل کډوالو پرلت لا هم روان دی


کډوالو د خیبر پر لویه لار احتجاجي خیمه وهلې وه او لار یې بنده کړې ده ـ د سېپټېمبر څلورمې انځور.
کډوالو د خیبر پر لویه لار احتجاجي خیمه وهلې وه او لار یې بنده کړې ده ـ د سېپټېمبر څلورمې انځور.

د خیبر په جمرود کې د تیرا راجګل کډوالو احتجاجي ناسته د سېپټېمبر پر اوومه هم دوام لري چې له امله یې له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې د خیبر درې لویه لار تړلې پرته ده.

د راجګل کډوالو له تېرې شاوخوا یوې میاشت راهسې پرلت وهلی خو د غوښتنو نه منل کېدو وروسته یې د خیبر درې لویه لار هم وتړله. دوی وایي چې له ۱۱ کلونو راهیسې د کډوالۍ ژوند تېروي او تر هغو چې حکومت خپلو سیمو ته نه وي ستانه کړي، احتجاج ته دوام ورکوي.

د پرلت له وجې د افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارت سخت اغېزمن شوی دی.

حکومت له پرلتوالو سره څو ځل خبرې کړي دی خو د پرلت مشران وايي تر اوسه هغو خبرو نتیجه نه ده ورکړې.

د تیرا راجګال کډوالو کمیټۍ مشر برکت خان کوکيخېل د سېپټېمبر پر شپږمه مشال راډيو ته وویل له سرکاري ادارو مشرانو سره یې لیدلي خو مسله یې په ځای پاتې ده.

هغه وویل "څومره چې سوېل انتظامیه ده یا حکومت دې صوبايي، ټولو ته موږ ورغلي یو.د هر ځای نه موږ ته ځواب راغلی چې د دې اختیار زموږ سره نشته. هغه وخت یې موږ ته ویلي ول چې د وطن د دفوع په خاطر موږ دلته اپرېشنې کوو، تاسو راووځئ ، علاقه موږ ته پرېږدئ فې الحال. تاسو به موږ ژر بحال کړو. خو اوس په تمه ناست یو. اخیر په دهرنا مجبور شو."

له راجګله په ۲۰۱۳ز کال کې د پوځي عملیاتو له وجې څه باندې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې چې ځينې یې په جمرود کې له خپلوانو یا په خامو (کچه) کورونو کې دېره شوې وې.

د خیبر انتظامي چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په پړاوونو کې د تیرا د راجګل سلګونه کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې کړې دي او نورې به هم هلته د امن تر بحالۍ وروسته ستنې کړې دي.

په وروستي ځل په جون کې لسګونه کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

په عین حال کې د خیبر یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې د کډوالو کمیټۍ مشرانو او امنیتي چارواکو تر مینځ د خبرو فضا برابروي او هڅه کوي چې ستونزه هواره شي او د کډوالو ستنېدنه پيل شي.

د خیبر درې لارې تړل کېدو له وجې هلته لسګونه لارۍ بندې پاتې دي. یوشمېر ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې له پاکستانیو چارواکو غوښتي دي چې له پرلتوالو سره دې خبرې وکړي او ستونزه دې هواره کړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د اګست پر ۲۸مه په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومته د تورخم د لارې خلاصېدو په برخه کې د جدي پام غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG