د افغانستان په خوست کې طالب چارواکو ویلي چې په ځاځي میدان کې له پاکستاني ځواکونو سره پیل شوې نښټې پای ته رسېدلې دي.
د والي ویاند مستغفر ګربز نن (سېپټةېبر نهمه) مشال راډیو ته وويل چې په نښتو کې یو طالب عسکر وژل شوی. البته هغه دا ادعا بیا وکړه چې د طالبانو په ځوابي بریدونو کې ۱۳ پاکستاني عسکر ژوبل شوي.
خو د پاکستان حکومت نه د نښتو د بیا پیلېدو او نه هم د عسکرو د وژل کېدو په اړه د طالبانو د دعوو په اړه څه ويلي دي.
افغانستان غاړې خلکو مشال راډیو ته ويلي چې د پاکستان په راکټي بریدونو کې لږترلږه اته ولسي وګړي ژوبل شوي دي. خو مشال راډیو د دې تصديق نه شي کولای.
نښتې نن(د سېپټېمبر نهمه) ماسپښين د خیبر پښتونخوا د کورمې او د خوست ولایت د ځاځي میدان ترمنځ پر کرښه پیل شوې دي.
ځايي اوسېدونکو مشال راډيو ته ویلي ول چې په نښته کې تر اوسه د پاکستان یو عسکر وژل شوی دی. البته چارواکو لا دا خبره نه ده تیید کړې.
د ځايي خلکو په وینا، د دواړو غاړو د درنو وسلو استعمال وکړ چې له امله یې د افغانستان د ځاځي میدان د پلوڅۍ او سیټوان سیمو څخه یو شمیر خلکو کډې هم کړې دي. تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر څلورمه هم نښتې شوې وې چې وروسته درېدلې وې.
د پاکستاني پوځ او د افغانستان د طالب ځواکونو تر مينځ دا شخړه د افغان طالبانو لخوا پر کرښه د مورچې جوړولو په سر پیل شوې ده چې تېره اونۍ هم پکې د دواړو غاړو تر مينځ ډزې شوې وې. تر اوسه معلومه نه ده چې نښته چا پیل کړې او د پاکستان او د طالبانو حکومتونو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د سېپټېمبر پر پینځمه نیمه شپه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نښته د شپې له اتو څخه تر ۱۲ بجو پورې روانه وه.
د کورمې، خوست او پکتیا په سیمو کې د پاکستان او طالبانو د حکومتونو سرحدي سرتېرو ترمینځ نښتې او د تاوتریخوالي نورې پېښې شوې دي. د ۲۰۲۴ز کال په مې کې په ماڼو سیمه کې د ډېورنډ پر کرښه د اغزن تار د مرمت پر سر د دواړو لوریو د ځواکونو ترمینځ نښته شوې وه.