د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد پولیسو د تحریک انصاف یوشمېر مشران نیولي دي


بیرسټر ګوهر (ښي لور ته) او د پي ټي ای نور مشران د عمران خان خوشې کولو لپاره احتجاج کوي ـ پخوانی انځور.
بیرسټر ګوهر (ښي لور ته) او د پي ټي ای نور مشران د عمران خان خوشې کولو لپاره احتجاج کوي ـ پخوانی انځور.

پولیسو په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند مشر بیرسټر ګوهر علي خان په ګډون یوشمېر مخکښان نیولي دي.

تحریک انصاف ګوند وایي، پولیسو د سېپټېمبر پر نهمه بیرسټر ګوهر او د ګوند نور مشران د پارلېمان ودانۍ سره نېږدې ونیول. ګوند پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د مشرانو نیول یې ناقانونه دي. دوی دا اقدام پر جمهوریت حمله بللې ده.

په نیول شویو کې د ګوند مخکښ او د پارلېمان غړی شیرافضل خان مروت، امیر ډوګر او شعیب شاهین هم شامل دي.

پاکستانۍ رسنۍ وایي چې پولیسو د شپې ناوخته د تحریک انصاف نور سیاستوالان زین قریشي، شیخ وقاص اکرم، نسیم الرحمان، شاه احمد خټک او په قامۍ اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی زبیر وزیر نیولي دي.

دا راز پولیسو د ګوند د عمومي سیکرټري عمر ایوب او نورو مشرانو، لکه زرتاج ګل او حماد اظهر، د نیولو لپاره چاپې وهلې دي.

پولیسو د ګوند مشران وروسته له هغې ونیول چې تحریک انصاف اسلام اباد ته نېږدې جلسه وکړه او ویناوالو په حکومت او پوځي مشرانو سختې نیوکې وکړې.

د تحریک انصاف ګوند مشرانو ګواښ وکړ چې که حکومت عمران خان په راتلونکو دوو اوونیو کې خوشې نه شي، نو د هغه د خوشې کولو لپاره به له زوره کار واخلي.

پر ټولنیزو رسنیو ځینې داسې ویډیوګانې خپرې شوي دي چې پکې د اسلام اباد پولیس د تحریک انصاف مشر بیرسټر ګوهر د ځانه سره بیایي.

خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه:

د تحریک انصاف د مخکښانو تر نیولو وروسته، ټاکل شوې چې نن (د سېپټېمبر پر ۱۰مه) د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه وشي.

د پاکستان رسنۍ وايي چې د اسمبلۍ سیکټریټ لخوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې دا غونډه به ماسپښین درې بجې پیلېږي. مخکې دا غونډه دد سېپټېمبر پر ۲۳مه کېدله، خو د ګوند د مخکښانو په اسلام اباد کې تر نیولو وروسته د اسمبلۍ غونډه مخکې راوبلل شوه.

په خیبر پښتونخوا کې دا مهال د تحریک انصاف حکومت دی چې مشري یې علي امین ګنډه پور کوي. دا راز هغه ګوند په وفاق کې هم ګڼې څوکۍ ګټلي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه نیول شوی وو خو د سپریم کورټ لخوا د هغه ګرفتاري غیرقانوني ګرځولو وروسته خوشي شو. له دې پس د هم دغه کال د اګست پر پینځمه د اسلام اباد سېشن عدالت عمران خان ته په توشه خانه کیس کې د درو کالو د بند سزا واوروله او عمران خان بیا ونیول شو.

هغه مهال پر عمران خان نورې مقدمې هم جوړې شوې او سزاګانې ورته واورول شوې خوپه جولای کې عدالت د عدت تر پای ته رسېدو مخکې د نکاح په قضیه کې د عمران خان او د هغه د مېرمنې، بشرا بي بي، د خوشې کولو امر وکړ، خو هغوی لا هم د "توشه‌ خانې" په قضیه کې په بند کې پاتې دي.

له دې پرته د تحریک انصاف یوشمېر نور مخکښه مشران هم په بېلابېلو قضیو کې بندیان دي چې د خوشې کولو لپاره یې پلویانو وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. تحریک انصاف د نوموړي او د ګوند د نورو مشرانو او غړو پرضد ټولې قضیې سیاسي سازش بولي او ورباندې لګېدلي تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG