د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات بورډ د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو په امتحانونو کې نجونو ډېرې نمبرې اخیستې دي


د سوات په یوه ښوونځي کې نجونې ناستې دي: انځور پخوانی دی
د سوات په یوه ښوونځي کې نجونې ناستې دي: انځور پخوانی دی

د خیبر پښتونخوا د سوات د ثانوي او اعلا ثانوي تعلیمي چارو بورډ د يوولسم او دوولسم صنفونو په اعلان شویو نتیجو کې نجونو تر هلکانو زیات پوزیشنونه خپل کړي دي.

په مېنګوره کې د تعليمي بورډ مدير محمد اسحاق خان د سېپټمېبر پر ۱۱مه د نتیجو اعلان په يوه دستوره کې وکړ. د نوموړي د معلوماتو له مخې د سوات، شانګلې او بونېر ۳۳،۰۰۰ زده کوونکو په یادو ازموینو کې برخه واخیسته. د نوموړي په وینا په مجموعي توګه په امتحانونو کې په ۱۰۰ کې ۸۲ زده کوونکي بریالي شوي دي چې پکې زیاتره پوزیشنونه نجونو وړي دي.

د نتیجو له مخې په پري میډیکل څانګه کې لومړی او درېیم پوزیشن په ترتیب سره خفیظه علي او ساره علي اخیستی خو په دویم نمبر جنید خان راغلی دی. ساره علي مشال راډیو ته وویل چې ازموینې سختې دي او د مخکې تلو لپاره ډېرې نومرې پکار وي نو زده کونیو ته زیات مخنت کول پکار دي. هغه وايي: "حپل ځان کړوئ، الله پاک د چا مخنت نه ضایع کوي."

د سوات تعلیمي بورډ مشر پروفیسر تسبیح الله غونډې ته د وینا پر مهال وویل، هغوی هڅه کړېده چې د امتحانونو نظام سم کړي: "داسې یو نظام پکار دی چې افراد په نظام اغېز ونه کړلی شي، د هغې لپاره پلانونه لرو او هڅه به مو وي چې د امتحانونو هغه طریقه خپله کړو چې په بهر هیوادونو کې رایج دی."

په سوات بورډ کې لومړنیو درو پوزیشنونو اخیستونکیو ته سندونه او میډالونه ورکړل شول او ورسره د مخکې زده کړو لپاره د سکالرشپونو ژمنه هم وشوه. د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د سوات بورډ د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو په امتحانونو کې نجونو میدان وړی وو او لومړي درې پوزیشنونه یې ترلاسه کړي ول.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG