د لاسرسي ځای

تازه خبر

له لکي مروت وروسته په بنو او باجوړ کې هم پولیسو احتجاج کړی


په باجوړ کې پولیس د احتجاج په وخت
په باجوړ کې پولیس د احتجاج په وخت

د خیبر پښتونخوا په درو ضلعو لکي مروت، بنو او باجوړ کې پولیسو د خپلو غوښتنو منلو لپاره په احتجاج او پرلت لاس پورې کړی دی.

په درې واړو ضلعو کې د سېپټېمبر میاشتې له پیله پر پولیسو د وسله والو بریدونه زیات شوي دي. که څه هم د لکي مروت پولیسو له تیرې اوونۍ راهیسې احتجاج پیل کړی دی خو د سېپټېمبر په ۱۲مه د بنو او باجوړ پولیسو هم احتجاج پیل کړ.

د لکي مروتو پولیس په ښکاره د پوځ نوم اخلي او وايي چې پوځ د هغوی په چارو کې مداخله کوي او هغوی به تر هغې خپل پرلت نه ختموي چې پوځ له دې کاره لاس نه وي اخیستی. دوی د سېپټېمبر له نهمې نېټې راهیسې کراچۍ ته تلونکې لویه لاره یا انډس های وی د احتجاج په توګه تړلې ده.

هلته په بنو کې د سېپټېمبر په ۱۲مه د پولیسو یو سرتېری په ډومېل سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا په هدفي برید کې ووژل شو او په باجوړ کې تر دې یوه ورځ وړاندې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د سالارزیو په ملاسید سیمه کې د پولیو پر واکسیني ډلې ډزې وکړې چې پکې یې ساتونکی پولیس سرتېری او یو روغتیايي کارکوونکی ووژل شول.

د بنو پولیس وايي، په ډومېل کې د وژل شوي پولیس سرتېري مړی به تر هغې خاورو ته نه سپاري، ترڅو یې چې وژونکي نه وي نیول شوي. د دغه پولیس سرتېري د وژلو مسوولیت لا چا نه دی منلې. په باجوړ کې پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۲مه احتجاج پیل کړی دی. دوی د پولیسو د ضلعي دفتر مخې ته پرلت وهلی دی.

د باجوړ پولیسو د سېپټېمبر پر ۱۲مه مشال رېډیو ته وویل چې دوی په ښار کې د ضلعي پولیسو دفتر مخې ته ناست دي او له حکومته غواړي چې په ملاسیدګۍ سیمه کې د وژل شوي پولیس سرتېري وژونکي دې ونیول شي.

که څه هم د سېپټېمبر د ۱۱مې نېټې له پېښې وروسته د باجوړ پولیسو ویلي وو چې د بدامنۍ له وجې به د احتجاج په توګه د پولیو ضد څاڅکو ورکونکیو ډلو د امنیت ساتنې لپاره نه ورځې خو د باجوړ پولیسو ویاند محمد اسرار د سېپټېمبر په ۱۱مه مشال رېډیو ته وویل چې پولیسو دا پرېکړه بیرته اخیستې او خپلې ډیوټۍ ته به دوام ورکوي.

په باجوړ کې پر پولیو ټیم د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې خو په خیبر پښتونخوا کې د ډېریو حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې ده. په باجوړ کې تر دې مخکې هم د ناامنۍ په پېښو کې سياسي او قبايلي مشران، پوليس او امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

د سېپټېمبر پر لومړۍ هم د سلارزو په درې بازار کې د سړک غاړې په چاودنه کې یو تن ووژل شو او دوه نور ژوبل شوي وو. د باجوړ د پولیسو له مظاهرو او پرلت نه وړاندې د خیبر پښتونخوا په ځینو نورو سیمو کې هم پولیسو احتجاجونه کړي دي. د سېپټېمبر پر نهمه د لکي مروت پولیسو کراچۍ ته په تلونکې لویې لارې انډس های وې باندې پرلت وهلی وو او غوښتنه یې کوله چې تر څو چې له هغې سیمې څخه پوځ نه وي وتلی، احتجاج به یې دوام لري.

د لکي مروت پولیسو تور پوری کړی چې د پوځي او استخباراتي ادارو کارکوونکي د دوی په چارو کې مداخله کوي او هغوی په امنیت ټینګولو کې پاتې راغلي دي. پوځ او د استخباراتي ادارو چارواکو لا د لکي مروتو د پولیسو د تورونو او غوښتنو په اړه څه نه دې ویلي.

د سېپټېمبر پر اتمه وسلوالو په لکي مروتو کې د ګمبېلې تاڼې د پلټنیزو چارو مشر او د هغه د تره زوی وویشتل. پولیس وايي چې افسر معتبر خان په برید کې ووژل شو او د تره زوی یې ژوبل شو. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف کاروایۍ دوام لري.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي. نوموړي زياته کړه چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي. هغه وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

XS
SM
MD
LG