د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ حکومتي غړي وايي پوځ دې په سیاست کې د لاسوهنې پر ځای امنيت ټينګ کړي


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني - انځور له ارشيفه
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني - انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړو د پاکستان پر پوځ سختې نيوکې کړې او پر هغوی یې غږ کړی چې په سياست کې د مداخلې پر ځای دې امنيت ټينګ کړي.

د وزيراعلی علي امين ګنډاپور ځانګړي سلاکار ملک لياقت علي خان د سیپتمبر پر ۱۱مه، په غونډه کې د وينا په وخت وويل چې نور په صوبه کې د نامعلومو کسانو لخوا وژنې نه مني. هغه زیاته کړه چې پوښتنه کوي چې په نور پاکستان کې امن دی خوپه خیبر پښتونخوا کې هره ورځ ترهګري کېږي.

هغه پوځ مخاطب کړ او زیاته یې کړه: "په ټول پاکستان کې امن وي او یوازې په خيبر پښتونخوا کې نه وي. د دې به ما ته وجه ښيي. که فرض کا دلته دهشنګرد وي نو هغوی دې زما له حکومت سره کښېني او که فرض که دا (ترهګر) خبرې نه وي. زه نور په پښتونخوا کې د نامعلومو خلکو له لاسه وژنې نه منم."

د تحريک انصاف ځينو نورو غړو په خپلو ويناوو کې پر پوځ تور پورې کړ او هغوی یې د امن په نه ټينګولو تورن کړل. د پاکستان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په تېرو وختونو کې یې ويلي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې د امن لپاره په زرګونو قربانۍ ورکړي دي. پوځ دريځ لري چې په سياست کې مداخله نه کوي او يوازینی کار یې د امنيت برابرول دي.

خو د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ په غونډه کې د تحریک انصاف غړو په اسلام اباد کې د سېپټېمبر اتمې تر جلسې وروسته د خپل ګوند د ځینو مشرانو د نيونو په لړ کې پر حکومت او پوځ نيوکو ته دوام ورکړی.

اسمبلۍ د سيپتمبر پر لسمه يو قراراداد هم منظور کړی وو چې پکې یې د هغو پوځی افسرانو پرضد په پوځی عدالت کې د مقدمو چلولو غوښتنه کړې چې د قرارداد په دعوه په تېرو دوو کلونو کې يې په سياسي چارو کې لاسوهنه کړې وي. د پاکستان پوځ لاهم دې تورونو ته ځواب نه دی ويلي البته پخوا يې په وار وار ويلي چې د هېواد په سياسي چارو کې مداخله نه کوي.

د پښتونخوا له کابینې په دې وروستیو کي ویستل شوی صوبايي وزیر شکیل خان چې د پښتونخوا د موجوده حکومت او وزیراعلا علي امین ګنډاپور سره یې اختلافات پېدا شوي وو، هم خبرې وکړي. هغه پر دې مسله د خپل ګوند د موجوده پالیسۍ مطابق د اسټبلشمنټ په ضد په اسمبلۍ کي سخت رد عمل وښود او زیاته یې کړه چې په سیاست کې د پوځي مداخلې د منع کولو لپاره باید ټول ګوندونو یو شي.

له باجوړه، د صوبايي اسمبلۍ غړي انورزیب خان د اسمبلۍ غونډې ته پخپله وینا کي وويل چې پوځ دې په ملکي او سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر ځای د ترهګرۍ مخنيوي ته پام واړوي. هغه زیاته کړه چې هره ورځ حملې او هدفي وژنې کېږي خو د امنيت د بحالۍ څه څرک نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG