د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر سیاسي اتحاد وايي، سبا په باړه کې د امن پاڅون په نامه غونډه کوي‌


د باړې سیاسي اتحاد له خوا د اګست پر ۱۲مه هم په یاده سیمه کې د ناامنۍ پرضد احتجاج شوی وو.
د باړې سیاسي اتحاد له خوا د اګست پر ۱۲مه هم په یاده سیمه کې د ناامنۍ پرضد احتجاج شوی وو.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه خیبر کې د سیاسي ګوندونو اتحاد اعلان کړی دی چې دوی په خپله سیمه کې د ناامنۍ پرضد د احتجاجونو لړۍ پیلوي.

د یاد اتحاد مشرانو د سېپټمبر پر ۱۳مه په باړه کې ویلي چې دوی به د دې احتجاجي لړۍ پیل د سېپټمبر له ۱۵مه په باړه کې د امن پاڅون په نامه له پراخې ولسي غونډې کوي.

د سیاسي اتحاد مشرانو ویلي چې دوی به په دې اړه د خلکو هڅولو او د هغوی ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د سیمې کور پر کور او کلي پر کلی ګرځي او ولس ته به په دې احتجاجونو کې د ګډون بلنه ورکوي.

د دې اتحاد یو مشر هاشم خان اپرېدي د سېپټمبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې دوی به د ضلعې په بېلا بېلو سیمو کې د دې پاڅونونو پرمهال د امن لپاره غږ پورته کوي.

ده وویل، "موږ به دا تر هغې پورې کوو چې امن نه وي راغلی. له موږ سره چې څومره هم سیاسي مشران او مدني فعالان دي ټولو ژمنه کړې چې د خپل حق لپاره به غږ پورته کوو."

هاشم خان اپرېدي زیاته کړه چې په دې لاره کې که ګرفتارۍ وي، که نیول وي او ان که یې کورونه ورانېږي او یا وژل کېږي هم خو دوی دې ته ژمن دي چې په خپله سیمه کې به امن پر ځای کوي.

تر دې وړاندې هم په خیبر کې په بیا بیا احتجاجونه شوي او ځايي خلکو د پاکستان پر حکومتي او امنیتي ادارو غږ کړې چې هلته د امن پر ځای کولو لپاره جدي او کوټلي ګامونه پورته کړي.

د خیبر ولس وایي چې له تېرو دوو کالونو راهیسې يې د سیمې امنیت خراب شوی، هلته هدفي بریدونه دوام لري، وسلوال په ښکاره ګرځي او له خلکو قلنګونه اخلي.

بلخوا د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې ویلي چې د خیبر په تیرا او ځینو نورو سیمو کې یې د وسلوالو خلاف عملیات کړي چې پکې یې یو شمېر مطلوب وسلوال وژلې دي.

د خیبر تر څنګ د صوبې په یو شمېر نورو سیمو کې هم په دې وروستیو کې نه یوازې د عام ولس له خوا د ناامنیو پرضد د احتجاجونو لړۍ پراخه شوې بلکې په ځینو سیمو کې پولیسو لا هم په احتجاج لاس پورې کړی دی.

د لکي مروت، بنو او باجوړ پولیسو د خپلو احتجاجونو پرمهال تور پورې کړی چې د دوی په وینا، پوځ یې په چارو کې لاسوهنه کوي او دوی د وسله والو پرضد په ګام پورته کولو کې خپلواک نه دي. پوځ لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په بنو او لکي مروتو کې پولیسو خپلې احتجاجي ناستې له چارواکو او د قامي جرګي له مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته پای ته رسولې دي، خو په باجوړ کې یې پرلت لا هم دی.

خو د پاکستان حکومت او پوځ دواړو په وار وار ویلي چې پوځ او نورې امنیتي ادارې په یوه خوله د وسله والو پرضد عملیاتو او په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي.

هم دا څرګندونې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د سېپټمبر پر ۱۳مه اورکزۍ ضلعې ته د سفر پرمهال کړې دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې - ای ایس پي ار - بېګا په یو بیان کې ویلي چې جنرال عاصم منیر په اورکزۍ کې له پوځیانو سره د لیدو پرمهال ویلي چې پوځ به د امنیت ټینګولو لپاره د خیبر پښتونخوا د پولیسو هره ممکنه مرسته کوي.

بیان زیاتوی چې جنرال عاصم منیر له هغو پوځیانو سره لیدلي چې په دې وروستیو ورځو کې یې د خیبر ضلعې په تیرا او ځینو نورو سیمو کې د وسلوالو خلاف هدفي عملیات ترسره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر د تیرا راجګال سیمې خلک د اګست له ۲۰مې پر پرلت ناست دي او افغانستان ته تللې لویه لاره یې تړلې ده.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې دوی خپلو سیمو ته ستانه کړي خو پوځ وايي په هغه سیمه کې لا هم امنیت د ډاډ وړ نه دی نو ځکه خلکو ته اجازه نشي ورکولای چې هغو سیمو ته لاړ شي.

خو د خيبر په جمرود کې مېشت د تیرا د راجګل کډوالو کمېۍ دا دلیل نه مني او وايي، له افغانستان سره د تجارتي لارو تړلو ترڅنګ د پوليو له واکسيني کيمپېنه هم بايکاټ کوي.

XS
SM
MD
LG