د پاکستان وفاقي حکومت په اسلام اباد کې د خیبر پښتونخوا سرکاري ودانۍ "پښتونخوا هاوس" بند کړی دی او هلته مېشتو حکومتي کارکوونکو او د هغوی کورنيو ته یې د دې د خالي کولو لپاره ۲۴ ساعته وخت ورکړی دی.
د اکتوبر پر اوومه د اسلام اباد سپېشل مجسټرېټ سردار محمد اصف او اسېسټنټ کمېشنر عبدالله د پښتونخوا هاوس مرکزي دروازه د یو کاغذ په لګولو بنده کړه چې پرې لیکل شوي ول چې "پښتونخوا هاوس د ودانیو د قواعدو د سرغړونې پر بنیاد تړل شوی".
د خیبر پښتونخوا حکومت د دې عمل غندنه کړې او ویلي یې دي چې "پښتونخوا هاوس" د خیبر پښتونخوا ملکیت دی او د وفاقي حکومت هغه ګام "له قانون سره سم نه دی".
په اسلام اباد کې هره صوبه یوه یوه سرکاري وداني لري چې د صوبې د لوړپوړو چارواکو، حکومتي کارکوونکو، او مېلمنو لپاره د استوګنې او غونډو ځای په توګه کارول کېږي. دا ودانۍ د صوبو ملکیت وي او معمولاً د حکومتي چارو، ملاقاتونو او غونډو لپاره کارول کېږي. پر پښتونخوا هاوس سربیره په اسلام اباد کې پنجاب هاوس، سیند هاوس او بلوچستان هاوس هم شته.
دا تر هغې وروسته ده چې تحریک انصاف د اکتوبر پر څلورمه په اسلام اباد په ډي چوک کې د عمران خان د خوشې کولو لپاره احتجاج کړی وو. د خیبر پښتونخوا حکومت چارواکي وایي د احتجاج پر دویمه ورځ پولیسو او رېنجرز ځواک سرتېرو پر پښتونخوا هاوس چاپه وهلې وه چې ورسره اعلا وزیر علي امین ګنډه پور ورک شوی وو.
د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر افتاب عالم د اکتوبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ یوه کمېټه جوړه کړې چې په اسلام آباد کې پر پښتونخوا هاوس د پولیسو او رېنجرز ځواک د چاپې پلټنه وکړي. هغه وویل د کمېټې ۱۱ غړي دي چې پکې د حکومت مخالفه ګوند استازي هم پکې دي. د کمېټۍ اصلي دنده د چاپې ټول شواهد راټولول دي. هغه وویل، مهمه خبره دا ده چې پر پښتونخوا هاوس چاپه یو ډول د صوبې پر اعلا وزیر حمله ده.
دا له هغه وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور د اکتوبر پر پینځمه په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د پلویانو د احتجاج مشري وکړه او بیا تر ۲۴ ساعتونو لادرکۍ وروسته د اکتوبر پر شپږمه مازیګر ناوخته د پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه کې څرګند شو.
ګنډه پوره وویل چې د چاپې پر وخت په پښتونخوا هاوس کې پټ وو. تر دې مخکې د تحریک انصاف مخکښانو مرکزي حکومت تورن کړی وو چې ګنډه پور یې ګرفتار کړی وو، خو د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا تورونه رد کړي ول.
وفاقي حکومت د خیبر پښتونخوا پر حکومت تور پورې کوي چې د تحریک انصاف د جلسو پر مهال سرکاري سامانونه، پیسې او ودانۍ کاروي.
په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ايتلاف مشر او د مسلم لیګ (ن) سیاستوال عباد الله خان پر ګنډه پور نیوکې وکړې چې د صوبې د امنیت او نورو مهمو مسلو پر ځای یې ټوله پاملرنه د وفاقي حکومت ضد احتجاجونو ته ور کړې ده.