د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ګوزڼ ۴ نوې پېښې ثبت شوې دي


روغتیايي کارکوونکی په پېښور کې یوې ماشومې ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
روغتیايي کارکوونکی په پېښور کې یوې ماشومې ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې په سیند او خیبر پښتونخوا کې څلور ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

هغې ادارې د اکتوبر پر اتمه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې وویل چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د سیند په جیکب اباد کې د دوو او د کراچۍ د ملیر د یو او د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د یو ماشوم د وینې په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره سږ کال په پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۳۲ ته ورسېد.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۶ پېښې، په بلوچستان کې ثبت شوې دي. د ادارې په خبره، چې له دې پرته د ګوزڼ ۱۰ پېښې په سیند، په خیبر پښتونخوا کې څلور او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي چې د اکتوبر له ۲۸مې په ټول پاکستان کې د پوليو د مخنيوي یو بل واکسیني کيمپېن پيلوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو مخنیوي پروګرام د اکتوبر پر لومړۍ وویل چې د سیند د مرکز کراچۍ په ختیزه ضلع او سجاول کې یې د پولیو دوه پېښې ثبت کړې دي. هغې ادارې تر دې مخکې د سېپټېمبر پر ۲۵مه په بلوچستان کې د پولیو یوه او د سېپټېمبر پر ۲۰مه یې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې د پولیو درې نوې پېښې تایید کړې وې.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۲ ماشومان ګوزڼ وهلي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د پاکستان له ۳۹ ضلعو څخه د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو وایرس موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو.

چارواکي وايي چې داراز پر روغتیايي ډلو بریدونو او په ناامنه سیمو کې په سمه توګه د واکسیني کیمپېنونو نه کېدو له کبله هم پاکستان او افغانستان تر اوسه د وایرس او ناروغۍ په ختمولو نه دي توانېدلي.

XS
SM
MD
LG