په لویه پکتیا کې سږ کال ډېر زڼغوزي شوي دي
خوستي سوداګر او کاروباریان وايي، سږ کال د افغانستان په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د زڼغوځیو حاصلات ښه شوي، خو تر اوسه یې بیه پر ځای نه ده ولاړه. دوی غوښتنه کوي چې د زڼغوځیو د پروسس او بسته بندۍ فابریکې دې په خوست کې جوړې او له همدې ځایه دې نورې نړۍ ته صادر شي. بل لوري ته، په خوست کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د زڼغوځیو د سوداګرو او کاروباریانو غوښتنه پر ځای بولي او له اړوندو ادارو او بنسټونو یې د اروپا، امریکا او نورې نړۍ بازارونو ته د صادرولو غوښتنه کوي. چارواکي وایي، په لویه پکتیا کې سږ کال د ۳۵ زره ټنه زڼغوځیو د حاصلاتو اټکل شوی. ویډیویي رپورټ