د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست لکڼو سیمه کې پخوانۍ دښمني د جرګې له لارې حل شوه


د خوست لکڼو سیمه کې پخوانۍ دښمني د جرګې له لارې حل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

د اکتوبر په ۱۸مه، د خوست په لکڼو سرحدي سیمه کې یوه پخوانۍ دښمني، چې درې کسان پکې وژل شوي او یو تن ټپي شوی وو، د قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه. هغه دښمني ۱۴ کاله مخکې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر پیل شوې وه، چې یو کس په کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ د وسلوالې نښتې پر مهال سهواً وژل شوی وو. قومي او خپلمنځي شخړې په پښتون مېشتو سیمو، په ځانګړي ډول خوست کې، له مهمو ټولنیزو ستونزو ګڼل کېږي او د ښکیلو خلکو د ژوند ټول اړخونه زیانمنوي. ویډیویي رپورټ

XS
SM
MD
LG