د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې د لنډمهاله ښوونکو ګوښه کولو د زدکړو بهیر اغېزمن کړی


د خیبر په تیرا کې د یو سرکاري ښوونځي پخوانی انځور.
د خیبر په تیرا کې د یو سرکاري ښوونځي پخوانی انځور.

د خیبر ضلعې د سرکاري استادانو ټولنه وايي چې صوبايي حکومت په وروستیو کې لنډمهالي ښوونکي له دندو ګوښه کړي دي چې له کبله یې د زدکړو بهیر اغېزمن شوی دی.

د ټولنې مشر شریف الله اپرېدي د اکتوبر پر ۳۱مه، مشال راډیو ته وویل چې د ښوونکو د لیرې کولو له وجې په سکولونو کې د استادانو کمښت پیدا شوی دی. نوموړي دا و نه ویل چې هغه ښوونکي کله ګوښه شوي خو غوښتنه یې وزیاته یې کړه چې حکومت ورته د اتو میاشتو تنخا هم نه ده ورکړې.

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۹ز کال کې په چټکۍ د پرمختیايي پروژو عملي کولو د پروګرام له مخې په قبایلي ضلعو کې شاوخوا ۳،۰۰۰ ښوونکي ګومارلي ول.

د خیبر د تعلیم ادارې مشر محمد عزیر خان د اکتوبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته په لیکلي پیغام کې ویلي دي چې هغه ښوونکي د لنډې مودې لپاره ټاکل شوي ول نو ځکه یې حکومت دندې نه شي دایمي کولای.

XS
SM
MD
LG