د پاکستان د سرحدي ادارې چارواکو او د خیبر سوداګرو د پولې د امنیت او د کاروباریانو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
د نومبر پر لومړۍ، په تورخم کې په جوړه شوې دغه غونډه کې د سرحدي ادارې چارواکو، د کسټم کلیرنګ ایجنټانو او د خیبر د سوداګرۍ او صنعتونو د خونې استازو، د افغانستان او پاکستان ترمینځ له تجارت سره په تړلو ستونزو خبرې وکړې.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د تورخم د کسټم کلیرنګ ایجنټانو د ټولنې مشر مجیب شینواري وویل چې چارواکو ورته په پوله د امنیت او تجارت سره تړلو ستونزو د هواري ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د نوو شرطونو د عملي کېدو او وسلوالو بریدونو له کبله دوه اړخیزه تجارت اغېزمن شوی دی. د خیبر سوداګر وايي چې په پوله د خرابو سکینرونو او د کسټمز یا ګمرک د بدانتظامۍ له کبله دوه اړخیزه تجارت زیانمن شوی دی.
دوی زیاتوي چې دا مهال په افغانستان کې د دوی سلګونه خالي کانټینرونه ایسار پاتې دي او باید حکومت د هغو د راوستلو لپاره د افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د خیبر پښتونخوا د کسټمز چیف کلکټر(د ګمرک مشر) د اکتوبر په ۲۵مه نېټه اعلان وکړ چې په تورخم کې به د روان کال تر پایه د اسیايي پرمختیایي بانک ۴ اضافي سکینرې کار پیل کړي.