د یونیسف په مرسته د پکتیا په ښونځیو کې ماشومانو ته د اوبو اسانتیا برابره شوې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په مالي ملاتړ د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز او دوه ولسوالیو کې د «واش» پروګرام له مخې، د اکتوبر پر ۳۱مه، د نږدې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځیو زده کوونکو ته د څښاک د پاکو اوبو غم خوړل شوی او یو شمېر نورې اړینې اسانتیاوې هم ورته برابرې شوې دي. بل پلو، ځايي اوسیدونکي او زده کوونکي د واش پروګرام په پلي کیدو خوښي څرګندوي او له نړیوالو بنسټونو غواړي چې په نورو ښوونځيو کې هم زده کوونکو ته دا ډول اسانتیاوې برابرې کړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې: