د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په کورمه کې د روان کړکېچ د سمدستي هواري غوښتنه کړې ده.
د کمېشن مشرانو د نومبر پر اوومه په اسلام اباد پرېس کلب کې "د کورمې شخړه او د رياست کردار" تر عنوان لاندې يوې خبري غونډې ته وويل چې په کورمه کې د اوږدې " قبيلوي او فرقه يیزې شخړې" له امله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. هغوی زياته کړه چې د دې شخړې له وجې کورمه د خيبر پښتونخوا له نورو برخو څخه بېله شوې ده ځکه چې هلته لويې لارې تړل شوي او د انټرنېټ خدمات ځنډول شوي دي.
خبري غونډې ته د کمېشن د شريکې مشرې منيزې جهانګير او د خيبر پښتونخوا د مشر اکبر خان په ګډون د کمېشن غړي فرحت الله بابر او عمومي منشي حارث خليق ويناوې وکړې. هغوی په خپله اعلاميه کې وويل چې دا تور بايد په جدي توګه وڅېړل شي چې د کورمې په تاوتريخوالي کې "وسلوال او روزل شوي جنګيالي" ښکېل دي. اعلاميه کې پرمخ راغلي، دا د رياست ذمه واري ده چې په کورمه کې تاوتريخوالی ختم کړي او د ولس "د ژوند او امنیت د حق" ساتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورمې زرګونو خلکو د نومبر پر اوومه د تړل شویو لارو د خلاصېدو او په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره له پاړه چيناره د صدې پر لور پياده احتجاجي لاریون ته دوام ورکړی دی.
دا راز په همدې ورځ په پېښور کې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير علي امين ګنډا پور په مشرۍ د اېپېکس کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کورمې د روان کړکېچ ختمولو لپاره به ټولې لارې چارې په کار راولي.
په کورمه کې کړکیچ وروسته له هغې پیل شوی چې د نومبر پر پینځمه په بګن کې له ډډکمر سره نېږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لور روان د شیعه مساپرو پر دوو ګاډو وسلوال برید وشو. په هغه پېښه کې د پېواړ مشتاق علي او د شیلوزو وهاب علي وژل شوي او ورسره یوه ښځه لږ ژوبله شوې ده.
تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۱۲مه د مقبلو د قوم د ګاډو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول. تر دې مخکې، پر همدغه ورځ وسلوالو د کونج عليزوغره ته پر تليو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول. چارواکي وایي، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.
د اکتوبر ۱۲مې له پېښې وروسته نه يوازې د ټل - پاړه چینار مرکزي سړک بند شوی دی بلکې په سيمه کې د تګ راتګ ټولې لويې لارې هم تړل شوې دي.
د لاریون يو ګډونوال او ځايي مشر ابرار حسین جان توري د نومبر پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې د لارو تړل کېدو له کبله د دواړو خواوو (شيعه ګانو او سنیانو) خلک له ستونزه سره مخامخ شوي دي.
د لارو په پرانیستلو کې تر ټولو لوې خنډ تراوسه حکومت ته په بريد کې په مبینه توګه د لاس لرونکو مشکوکو کسانو نه سپارل دي.
حکومت د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه د شیعه ګانو قامي مشرانو ته پر مساپرو د شوي برید په پیښه کې د شینګک، نستي کوټ او کونج علېزو ۴۴ تورنو خلکو په ګډون د ۶۲ نورو کسانو یو لېسټ سپارلی وو.
د دې کسانو د نيولو لپاره حکومت د نیستي کوټ، کونج علېزو او شینګک سيمو محاصرې ته دوام ورکړی او د دغو سيمو ۱۰۰ مشکوکه کسان يې نیولي هم دي خو د پېښې اصل تورن کسان يې لا نه دې ګرفتار کړي.
په پیرقیوم کې د سنیانو یو ځايي مشر حکمت خان حکمتیار د نومبر پر اوومه نېټه مشال راډیو ته وويل چې دوی لارې نه دې بندې کړې او نه يې پر چا برید کړی دی. هغه زیاته کړه چې د مقبلو پر قافله برید سنيان خفه کړي دي.