د کورمې د امن لپاره خلکو په اسلام اباد کې مظاهره وکړه
په قبایلي ضلع کورمه کې د بدامنۍ د مخنیوي او د امن د بیا راوستلو لپاره لسګونو کسانو د ډېسېمبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې مظاهره وکړه. د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د مدني ټولنو استازي، د سیاسي ګوندونو غړي او مشران او د بشري حقونو فعالان راټول شوي وو او له حکومته یې غوښتنه کوله چې د کورمې مسلې ته دې د پای ټکی کېږدي. د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا سلاکار بیرسټر سیف د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت په کورمه کې د امن د ټینګښت لپاره لازم ګامونه اخلي. د مشال راډیو خبریال راپور لري: