د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۲۴ کال کې په سلګونو امنيتي سرتېري وژل شوي


په ۲۰۲۴ کال کې په سلګونو امنيتي سرتېري وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:13 0:00

په تېرو دولسو میاشتو کې له ۷۰۰ زيات پاکستاني امنيتي ځواکونه وژل شوي. مشال راډیو دا شمېرې د پاکستان حکومت له خبرپاڼو، د ترهګرۍ شمېرې ساتونکې څیړنیزې ادارې - جنوبي ایشیا ترهګرۍ پورټل او له خبري راپورونو راخیستي دي. بلخوا پاکستاني چارواکو بیا هم ويلي چې ترهګرۍ ته يې شکست ورکړی. د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په هغه موده کې یې نیږدې شپېته زره عمليات کړې او له ۹۰۰ زیات وسله وال یې وژلي دي. دا په دې معنا چې په ۶۵ عملياتو کې يوازې يو وسله وال وژل شوی. شمېرې ښيي‌چې وسله والو په ۲۰۲۴ کال کې تر ټولو ډېرې حملې په خیبرپښتونخوا او تر ټولې کمې په پنجاب کې وکړې. کاالعدم ګرځول شوې، تحريک طالبان پاکستان، حافظ ګل بهادر ګروپ او بلوچ لیبرېشن ارمي تر نورو وسله والو ډلو ډېرې فعالې وې. څيړونکي وايي‌ خلک د پاکستاني ځواکونو پر عملياتو بې باوره شوي او د حکومت ډېر پام د امنيت ساتلو پر ځای سیاست ته دی نو ځکه به ښايي ۲۰۲۵ کال هم ډېر خونړی وي. په دې اړه د بشير ګواښ ويډيو راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG