د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) يو پلاوی د مارچ پر درېیمه اسلام باد ته رسېدلی دی چې له پاکستاني چارواکو سره به دغه هېواد ته د پور ورکولو په اړه خبرې اترې کوي.
د پاکستان د خزانې وزارت وايي چې د نېتن پورټر په مشرۍ دا نهه کسیزه پلاوی به پاکستان ته د يو ارب ډالرو د ورکړې په اړه خبرې وکړي. دا د ای اېم اېف د هغه اووه اربه امریکايي ډالرو د قرض برخه ده چې پاکستان ته یې ورکول منظور شوي وو.
د دواړو غاړو ترمنځ پرېکړه شوې وه چې د پور ورکولو د طریقه کار سره سم به د هر قسط تر ورکولو وړاندې د ای ایم ایف وفد د پاکستان دوره کوي چې پکې به د پور لپاره د ټاکل شویو شرطونو جاج اخیستل کېږي.
پاکستاني رسنيوو، اېکسپريس ټريبیون او جيو نیوز د خپلو سرچينو په بنیاد ليکلي چې د ای اېم اېف پلاوي د پاکستان له حکومته غوښتي چې د پور د اخیستو د يو شرط په توګه دې د جایدادونو په کاروبار کې د ټېکسونو د غلا مخه ونیسي. د رسنيوو ترمخه، ای اېم اېف غوښتنه کړې چې هېڅوک بايد له ټېکس مثتثنا نه وي.
د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ۲۰۲۴ کال په جون کې ويلي وو چې حکومت يې د "وروستی ځل" لپاره د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه پور اخلي. هغه د جون پر۱۵مه د پاکستان ولس ته په وينا کې وويل چې اوسمهال له دېوالیه کېدو څخه د هېواد ژغورلو لپاره له شپږو څخه تر اته اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پور ته اړتیا لري او د دې لپاره له ای اېم اېف سره په مذاکراتو بوخت دی.
شریف زیاته کړې وه چې دا به د "پاکستان په تاریخ" کې د پور "وروستی پروګرام" وي. نوموړي په خپله وينا کې اعلان کړی وو چې ځینې هغه وزارتونه او ادارې به ختموي چې د ده په وینا، ملي خزانې ته د ګټې پر ځای په اربونو روپیو تاوان رسوي.
پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. تر دې وروسته حکومت له ای اېم اېف سره د درې اربه ډالرو د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې له هغې ادارې اجراییوي ډلې د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.
ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ اربه ډالر جوړېدل، ورکړ.