د خيبر پښتونخوا ديني عالم مفتي منير شاکر نن (د مارچ پر ۱۵مه) د پېښور په ارمړ سيمه کې په يوه بمي چاودنه کې ووژل شو.
د پېښور د لېډي روغتون وياند محمد عاصم رسنيو ته په لېږدول شوي ويډيويي پيغام کې ويلي چې مفتي شاکر نن مازيګر دوی ته په زخمي حالت کې ور وړل شوی وو چې وروسته د ژورو ټپونو له امله ومړ.
تر دې وړاندې، د پېښور د ارمړو تاڼې يوه چارواکي مشال راډيو ته وويل چې مفتي منير شاکر د مارچ پر ۱۵مه مازيګر مهال په ارمړو کې جومات ته ننواته چې بمي چاودنه ورباندې شوه.
هغه چارواکي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته زياته کړه چې په بريد کې د مفتي شاکر په ګډون درې نور کسان هم ژوبل شول چې وروسته لېډي ريډينګ روغتون ته ورسول شول.
تر اوسه لا چا پر مفتي شاکر د بريد مسوليت نه دی منلی.
مفتي منير شاکر په دا وروستيو کلونو کې د خپلو متنازعه ديني بيانونو له امله ډېر شهرت موندلی وو.
هغه له څه مودې راهيسې له پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سره هم د خواخوږۍ څرګندونه کړې وه او د هغوی په غونډو کې ليدل کېده.
نوموړي د پاکستان پوځ پر تګلارو هم نيوکې کولې.
تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا د نوښار د اکوړي د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه وشوه چې پکې د جمعیت علمای اسلام (س) مشر او د مدرسې مرستیال مشر مولانا حامد الحق حقاني په ګډون اووه تنه ووژل شول او یوشمېر نور ژوبل شول.
د هغه بريد مسوليت هم چا نه وو منلی.