د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم دروازه له ۲۹ ورځني ځنډ وروسته د مارچ پر ۲۲مه د مسافرو پرمخ خلاصه شوه.
افغان لورې ته د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت باختر اژانس ته ویلي، دغه لار چې وړمه ورځ د ټرانزیټ پرمخ پرانیستل شوې وه، له دوه ورځني ځنډ وروسته یې نن د مارچ په ۲۲مه د مسافرو پرمخ هم پرانیستل شوه.
د تورخم دروازې پرانيستلو لپاره د دواړو خواوو د قبايلي مشرانو، سوداګرو او حکومتي چارواکو ترمينځ تر خبرو اترو وروسته د مارچ پر ۱۹مه نیټه هغه لاره یوازې د بار وړونکو ګاډو پرمخ خلاصه کړل شوه او ټاکل شوې وه چې د مارچ پر ۲۱مه به د عامو مساپرو لپاره هم خلاصه کړل شي.
په تورخم کې د پاکستان د امیګرېشن (مهاجرت) يوه چارواکي ګل رحمان مشال راډیو ته ویلي وو چې د مارچ پر ۲۱مه د پولې په انتظامي سیسټم کې د تخنیکي خرابۍ له امله مساپرو ته اجازه ورنکړل شوه چې تګ راتګ وکړي.
د پاکستان امنیتي چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته د تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په "ممنوعه" سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبان ټینګار کوي چې په خپله خاوره کې یې تاسیسات جوړول.
تر هغې وروسته د دواړو خواوو چارواکو دوه ځلې د لارې پرانیستو په اړه خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق خان د مارچ پر ۲۱مه کابل ته ورسېد. دم ګړۍ ته په کابل کې د صادق خان د خبرو په اړه ډېر جزیات نه شته خو هلته یو حکومتي چارواکي چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه خپرولو په شرط مشال رېډيو ته ويلي دي چې د هغه (صادق خان) د سفر په اېجنډا کې له افغان طالب چارواکو سره لیدنې کتنې او د دواړو هېوادونو ترمینځ د سرحدي چارو د همغږۍ په غونډه کې ګډون شامل دی.
دا لومړی ځل نه وو چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم لاره بنده شوه. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.
تورخم د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د خلکو د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.