د لاسرسي ځای

تازه خبر

نهه ویشت ورځې "د تورخم دروازې بندیدو له وجې ۵۰۰ ميليونه ډالر زیان شوی" دی


‌د تورخم پر لار ولاړ ټرکونه - انځور له ارشیفه
‌د تورخم پر لار ولاړ ټرکونه - انځور له ارشیفه

د افغانستان او خیبرپښتونخوا سوداګر وايي په وروستیوو کې د تورخم لارې د بندیدو له امله ۵۰۰ ملیونه ډالره زیان شوی دی.

د مارچ پر ۲۳مه له مشال راډيو سره په خبرو کې، د متحده افغان تاجر اتحاد مشر، سید نقیب باچا د دواړو هيوادونو پر چارواکو غږ وکړ چې تجارت دې له سیاسته لیرې وساتي او لارې دې نه بندوي. "د تورخم دروازې د بندیدو له وجې سوداګرو ته تر پنځه سوه ملیونه ډالرو پورې نقصان رسېدلی دی. دا ټول زیان د غلطو تګلارو له امله کېږي. کله هم چې د حکومتونو ترمنځ‌ اختلاف راشي نو بیا پر موږ لارې بندې کړي. له دې وجې سوداګرو ته ذهني تکليفونه هم پيدا شوي. زه له دواړو حکومتونو غوښتنه کوم چې تجاران له سیاسته بهر وساتل شي او پوله باید د سیاست لپاره ونه کارول شي."

د پاکستان امنیتي چارواکو د فرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته د تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په "ممنوعه" سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبان ټینګار کوي چې په خپله خاوره کې یې تاسیسات جوړول. تر هغې وروسته دواړو غاړو له يو بله سره په نښتو کې مرګژوبله واړوله.

کله چې د لارې بندیدو دوام وکړ نو د دواړوو خواوو چارواکو دوه ځلې د لارې پرانیستو په اړه خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل. وروسته بیا سوداګرو او قومي مشرانو جرګې پيل کړې چې په نتيجه کې یې هغه لار د مارچ پر ۱۹مه، د بار وړونکو ګاډو او د مارچ پر ۲۱مه، د عامو مسافرو لپاره خلاصه شوه.

د افغانستان او پاکستان د شريکې تجارتي خونې پخوانی مشر او سوداګر، زاهد شينواري د مارچ پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې که د تورخم دروازه په بیا بیا بندیږي نو په افغانستان کې به څوک پاکستاني مالونو اخیستلو ته زړه ښه نه کړي. هغه زیاته کړه چې د تورخم لارې تړل کېدل په ځانګړې ډول د ډيورنډ‌ کرښې دواړو غاړو پښتنو او د خیبر پښتونخوا سوداګرو ته ډير زیان رسوي.

هغه وويل: "له افغانستان سره د پاکستان د تجارت ۹۰ فېصده مالونه پر تورخم اوړي. هره ورځ چې په وړو وړو خبرو لار بندیږي نو بیا خو به څوک مال اخیستو ته زړه ښه نه کړي. هر څوک غواړي چې اخیستی مال یې په وخت ورته ورسېږي. که لاره بیا بیا بندیږي نو بیا خو به په افغانستان کې تجاران وايي چې ستاسو د مالونو په رسېدو باور نشته، نه یې اخلو."

XS
SM
MD
LG