په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ويلي چې له له امریکا سره په اړیکو کې وروستی پرمختګ مهم دی.
د هغه وزارت ویاند حافظ ضیا احمد د مارچ پر ۲۳مه په يو بیان کې وويل چې متقي په هغه ورځ په کابل کې د قطر له شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره په ملاقات کې د وروستيوو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. په بیان کې زیاته شوې چې متقي له امريکايانو سره د اړيکو په پرمختک کې د" قطر دولت له اسانچارۍ او همکارۍ" مننه کړې ده.
د مارچ پر ۲۰مه، د امريکايي یرغمالانو د خلاصون په چارو کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ سلاکار، ایډم بويلر کابل ته تللی وو او له متقي سره یې وکتل. د قطر په مرسته شوي تر هغه ملاقات وروسته، په افغانستان کې د طالبانو حکومت يو امريکايي وګړی جارج ګیلزمين له ۲ کلن بنده خوشې کړ.
له بویلر سره په هغه سفر کې په کابل کې د امريکا پخوانی سفير، زلمی خلیلزاد هم وو. نوموړي وروسته پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې وویل: "نن ښه ورځ ده. موږ په کابل کې تر دوه کلن بند وروسته د یو امریکايي وګړي، جارج ګلیزمن، په خوشې کولو بریالي شو."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې ګلیزمن یې "د بشر دوستانه اقدام" په توګه او د "ښه نیت له مخې" خوشې کړی دی. په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې "د ګلېزمن خوشې کول د دې ښکارندويي کوي چې د طالبانو حکومت له ټولو لوریو سره، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو سره، د متقابل درناوي او ګټو پر بنسټ واقعي تعامل ته چمتو دی".
دا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو له وتلو او پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته د کوم لوړپوړو امریکايي چارواکو لومړی سفر وو.
د يادونې ده چې طالبانو په خپله لومړۍ دوره حکومت کې د القاعده ترهګرې ډلې مشر، اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه. هغه پر نيوياک د خونړيوو حملو لپاره تورن وو او د طالبانو لخوا واشنګټن ته د نوموړي نه سپارلو له وجې د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان بریدونه وکړل. د هغه جنګ په نتيجه کې د طالبانو حکومت وپرځيد خو جنګ روان پاتې شو.
د ډانلډ ټرمپ د لومړۍ دورې ولسمشرۍ په وخت، امريکا د افغان طالبانو سره د دوحې تړون لاسليک کړ چې په اساس یې امريکايي پوځيانو له افغانستانه وتل پيل کړل. دا تړون د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ په ۲۹مه شوی وو. تر دې وروسته، طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونيو او د ولسمشر غني جمهوري حکومت تر چپه کېدو وروسته یې خپله سختدريځه واکمني پيل کړه.
طالبان له واشنګټن سره په داسې مهال په اړيکو کې د پرمختګ خبره کوي چې د جنورۍ پر ۲۵مه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړ چې واشنګټن ښايي د طالبانو د لوړپوړو مشرانو پر سر انعامونه اعلان کړي. هغه زیاته کړې وه چې طالبان باید ژر ټول امريکايي وګړي خوشې کړي.
طالبانو د هغه تر خبرداري څو ورځې مخکې له امریکا سره د بندیانو د تبادلې خبر ورکړی وو. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۱مه په بیان کې د خوشې کړیو امریکایانو نومونه نه ول په ډاګه کړي خو ویلي یې ول چې د هغوی په بدل کې یې د خان محمد په نوم يو افغان، چې له دوو لسیزو راهیسې په امریکا کې بندي وو، ازاد کړی دی.
نيو يارک ټايمز ورځپاڼې او سي اېن اېن ټېلېوېژن هغه مهال ویلي ول چې طالبانو راین کوربېټ او وېلییم مېککېنټي په ۲۰۲۲ کال کې نیولي ول چې د بندیانو په تبادله کې یې خوشې کړي دي. د امریکا حکومت تر دې مخکې دا هم ویلي ول چې جارج ګلیزمن او محمود شاه حبیبي هم د طالبانو په بند کې دي.
البته د ګلیزمن تر خوشې کېدو وروسته د حبیبي برخلیک لا هم څرګند نه دی. نوموړی د افغانستان تابعيت هم لري او په تېر جمهوري حکومت کې د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وو. خو د طالبانو حکومت د حبیبي نیول او زنداني کول نه تاییدوي.